د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: په سعودي کې د شییعه عالم زندۍ کولو ضد مظاهره


په تهران کې هم د جنورۍ پر ۳مه د شییعه عالم شېخ باقر النمر د زندۍ ضد لاریون شوی دی.
په تهران کې هم د جنورۍ پر ۳مه د شییعه عالم شېخ باقر النمر د زندۍ ضد لاریون شوی دی.

د مجلس وحدت المسلمين مرکزي مشر اعجاز بهشتي په خپلو څرګندونو کې پر سعودي عرب تور ولګاوه چې د ترهه ګرۍ ملاتړ کوي او په سیمه کې ترهه ګري خوروي.

په سعودي عرب کې د شییعه عالم شېخ باقر النمر د زندۍ کولوپرضد د اتوار ورځ په کراچۍ کې يوه لويه مظاهره وشوه چې پکې له ماشومانو او ښځو سره سره د سني ټولنې ګڼو وګړو ګډون وکړو، مظاهرچيانو په دې موقع د څلوردېرش اسلامي ملکونو جوړ اتحاد کې د پاکستان په ګډون هم سختې نيوکې وکړې.

د کراچۍ په نمايش چورنګۍ کې شوې دې مظاهره کې د مجلس وحدت المسلمين د مشرانو سره سره د پاکستان عوامي تحريک، جمعيت علما پاکستان او سني تحريک مشرانو ګډون وکړ.

مظاهرې ته ویناوالو وویل چې په سعودي عرب کې يو شییعه عالم زندۍشو خو ټوله نړۍ چپ ده او پاکستان هم په دې اړه هېڅ دريځ نه دی خپل کړی.

د مظاهرې پرمهال له مشال راډيو سره په خبروکې د مجلس وحدت المسلمين کراچۍ يو مشر علي صفدر وویل چې د شېخ باقر النمر اواز به دوی اوچتوي او د سعودي عرب له خوا شوي په دې کار به چپ نه کښېني.

((دشېخ باقر النمر اواز به اوس موږ اوچتوو، هغه خپل کار وکړو موږ به یې نه هېروو بلکې دا وايو چې موږ هم د خپل ځان قربانۍ ته تيار يو))

مظاهرې ته د وینا پرمهال د جعفريه الاینس مشر علامه کمېلي وویل چې ظالم به تل ظلمونه نه کوي بلکې اوس به دا هر څه په ډاګه کېږي.

(( د ظلم مخونه په ښکاره کېدو دي، ظالمان به ډېر زر وويني چې څنګه بدلون راځي او دا نننۍ مظاهره د دغه بدلون پېل دی))

مظاهرچيانو ته د وینا پرمهال د مجلس وحدت المسلمين يو مشر مرزا يوسف د سعودي عرب له خوا اعلان شوي د ترهه ګرۍ ضد څلوردېرش ملکي اتحاد باندې نيوکې وکړې او ویې ويل چې دا اسلامي نه بلکې د اسلام پرضد قوتونه راغونډول دي.

((نن دا اتحاد جوړول يو اسلامي اتحاد نه دی بلکې دا د اسلام د دښمنانو اتحاد دی))

د مجلس وحدت المسلمين مرکزي مشر اعجاز بهشتي په خپلو څرګندونو کې پر سعودي عرب تور ولګاوه چې د ترهه ګرۍ ملاتړ کوي او په سیمه کې ترهه ګري خوروي.

په دې موقع د پاکستان عوامي تحريک سند څانګې مشر سمد اقبال وویل چې په پاکستان کې شییعه او سني يو دي او ترمېنځ یې هېڅ جګړه نشته.

((موږپه مکمله توګه دا خبره ردوو چې په پاکستان کې د شییعه او سني ترمېنځه څه توپير شته بلکې چې کله هم څه مشکل راځي نو موږ به له تاسو سره اوږه په اوږه ولاړ يو))

مظاهرچيانو په پای کې دا غوښتنه هم وکړه چې بايد د بشري حقونو ټولنې دې په سعودي عرب کې روان د خلکو د وژنې د پلټنو لپاره غږ پورته کړي.

یاده دې وي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم په سعودي عرب کې د شییعه عالم شېخ باقر النمر پر زندۍ کولو اندېښنه شودلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG