د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لاهور کې د طالبانو د یوه مشر درملنه شوې

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان انکشاف کړی دی چې د لاهور په شوکت خانم روغتون کې د افغان طالبانو د یوه مشر درملنه شوې وه.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان انکشاف کړی دی چې د لاهور په شوکت خانم روغتون کې د افغان طالبانو د یوه مشر درملنه شوې وه.

نوموړي بېګا د جیو ټيليوېژن په یوه خپرونه کې د دې طالب مشر نوم وانخیست خو ویې ویل چې د هغه علاج شاوخوا پینځه کاله مخکې شوی وو.

عمران خان وویل، دی هغه وخت خبر شو چې طالبانو ورته د مننې لیک واستاوه.

ده دا هم و نه ویل چې هغه طالب مشر په کوم رنځ اخته وو. نوموړي دا څرګندونې پر داسې وخت کړي دي چې د سې شنبې پر ورځ یې په پېښور کې هم د شوکت خانم سرطان روغتون څانګه پرانیسته.

افغان طالبانو د عمران خان څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده چې شوکت خانم روغتون د عمران خان لخوا په لاهور کې جوړ شوی و او اوس يې بله څانګه په پېښور کې هم پرانيستل شول.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG