د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکه له عراقه د ځواکونو ایستلو ژمنه نه پوره کوي: عبادي


د عراق وزيراعظم حیدر العبادي د چارشنبې پر ورځ وویل چې ترکیې د عراق له شمال څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو ژمنې ته درناوی نه دی کړی.

د عراق وزيراعظم حیدر العبادي د چارشنبې پر ورځ وویل چې ترکیې د عراق له شمال څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو ژمنې ته درناوی نه دی کړی.

ترکي ځواکونه د عراق په شمال کې هغه عراقي ځواکونه روزي چې له داعش سره جګړه کوي. د العبادي تر خبرو مخکې د چارشبنې پر ورځ د عراق د بهرنیو چارو وزیر ابراهیم الجعفري خبرداری ورکړ، که چیرته اړتیا وه چې عراق له ځانه دفاع وکړي نو د ترکي ځواکونو د مداخلې په وړاندې به په پوځي عمل لاس پورې کړي.

بلخوا د ترکیې وزيراعظم احمد داود اوغلو NTV ته ويلي چې دغه اختلاف د ناسم تفاهم نتیجه ده او که بغداد غواړي چې له ځواکه کار واخلي هغه دې د اسلامي دولت ډلې پرضد وکاوري. نوموړي وویل، انقره د عراق د ځمکنۍ بشپړتیا درناوی کوي خو زیاته یې کړه چې بغداد د خپلې خاورې یو پر دریمه برخه کنټرول نه لري.

ترکیې د ډسمبر میاشتې په لومړیو کې شاوخوا ۱۵۰ عسکر د عراق د بعشیقه پوځي مرکز ته څېرمه ځای پر ځای کړل، بیا یې یو شمیر پوځیان وایستل، خو څرګنده یې کړه چې دا نه شي کیدای چې ټول ځواکونه به باسي.

د عراق وزيراعظم وایي چې ترکیه باید خپل روزونکي له خطر سره مخامخ نه کړي او د عراق د خاورې ډیرو داخلي سیمو ته دې نه استوي. بعشیقه د ترکیې له پولې شاوخوا ۹۰ کیلوميټره لرې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG