د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغانانو پر موږ باور کړی ځکه یې ترڅنګ ولاړ یو"


د هند لومړی وزیر نرېندر مودي او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د هند لومړی وزیر نرېندر مودي او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د ښاغلي مودي په سفر کې افغان پوځ ته د هند ام آی ۳۵ ډوله څلور پوځي هیلي کوپټرې هم تسلیم شوې چې د افغان ولسمشر له خوا یې تود هرکلی وشو.

د افغانستان د ملي شورا نوې ودانۍ د جمعې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني او د هند د وزیر اعظم نرېندرا مودي له خوا په کابل کې پرانیستل شوه.

د دې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې د دواړو هېوادونو مشرانو د هند او افغانستان د اړیکو او هراړخیزو همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ.

د هند وزیر اعظم نرېندرا مودي د سیمې ټول هېوادونه افغانستان ته د امنیت او سولې د راوستلو مسوول وبلل او ژمنه یې وکړه چې هند به د تل لپاره له دغه هېواد سره خپلې مرستې جاري ساتي.

د افغانستان او هند د اړیکو د لا ټېنګښت لپاره د هند له خوا د افغان پارلمان لپاره د نوې جوړې شوې ودانۍ پرانیستل یو بل ګام بلل کیږي.

ددې ودانۍ د پرانیستلو لپاره د هند وزیر اعظم نرېندرا مودي د جمعې په ورځ کابل ته راغلی و او د ودانۍ له پرانیستلو وروسته یې وینا هم وکړه چې پکې بیلابیلو مسایلو ته اشاره وکړه.

ښاغلي مودي وویل په دې پوهیږي چې په افغانستان کې د هند له حضور سره سخت مخالفتونه هم شته او ډېرې هڅې شوي چې د هند او افغانستان اړیکې خرابې شي خو هند به تل له افغانستان سره ملګری پاتې شي.

«ځینې کسان شته چې نه غواړي موږ دلته و اوسو. په دې هېواد کې زموږ له شتون سره مخالفت لري. هڅه کوي چې زموږ اړیکې له منځه یوسي. خو موږ به تل له تاسو سره و اوسو. د دې لپاره چې تاسو پر موږ اعتماد کړی دی.»

ښاغلي مودي د افغانستان ګاونډي هېوادونه پاکستان او ایران ته په اشارې وویل چې د سیمې دا هېوادونه باید د افغانستان امن او سولې ته لازمې هڅې وکړي او په دغه هېواد کې سوکالي راتلل د سیمې او نړۍ د هېوادونو له هڅو پرتو ممکنه نه ده.

د هند وزیر اعظم نرېندرا مودي کابل ته په خپل لومړي سفر کې دا هم یاده کړه چې افغانانو په جګړو کې زیاته قرباني ورکړې ده او دا یې وخت دی چې د مخ په زیاتیدونکو تروریستي ډلو د له منځه وړلو لپاره ټول په ګډه کار وکړي.

نرېندرا مودي ژمنه وکړه چې هغو پنځو سوه افغانانو ته به د زدکړو لپاره وظیفې (تحصیلي بوروسنه) ورکړي چې د کورنۍ غړي یې د هېواد د دفاع په لار کې وژل شوي دي او د دې تر څنګ به د روغتیا، کرنې، کانونو او نورو اقتصادي پروژو په برخه کې هم پانګونو ته دوام ورکړي.

د افغانستان جمهور رییس د ملي شورا د نوې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې د هند له ملګرتیا ستاینه وکړه او ویې ویل چې هند د افغان دولت یو ملګری دی او تل یې ترې ملاتړ کړی دی.

«د هند دولت یواځې د افغانستان د امنیت په اړه خبرې نه کوي بلکې په عمل کې یې ثابته کړه چې د دولت شریک دی نه د هغو کړیو ملګری چې د دولت پر ضد دي. کومه برخه چې په دوامداره توګه زموږ اړیکې پراخوي زموږ په بشري برخه کې د هند پانګونې دي.»

ښاغلي غني وویل چې هند خپلې ټولې ژمنې په عمل کې ثابتې کړي او افغانان به هم تر تله د هند له ولس او حکومت سره ملګري پاتې شي.

د هند وزیر اعظم نرېندرا مودي له ماسکو نه کابل ته راغلی و او بیا د پاکستان لاهور ته ولاړ څو له خپل پاکستاني سیال نوازشریف سره وګوري چې په لاهور کې نوازشریف او نورو پاکستاني چارواکو ترې هرکلی وکړ.

هند په تېرو دیارلسو کلونو کې له افغانستان سره په بیلابیلو پراختیايي برخو کې دوه میلیارده ډالره مرسته کړې ده چې د افغانستان د ملي شورا لپاره د۲۲۰ میلیونو ډالرو په لګښت د ودانۍ جوړول هم په دغو مرستو کې شاملیږي.

صفي الله ستانکزی آزادي راډیو کابل.

XS
SM
MD
LG