د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ښه تعلیم سختدریځي ختمولای شي"


"ښه تعلیم سختدریځي ختمولای شي"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:44 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پېښور آرمي پبلک سکول د تلين په موقع تېره ورځ پاکستانېو چارواکو، ځوانانو او په ځانګړې توګه د سوشل مېډيا کارکونکو دا خبره کوله چې د تعليم په وسيله به وسله والو ته ځواب ورکوي. دا خبرې پرې داسې وخت کيږي چې د شمالي وزيرستان د شاو خوا پنځه اتيا زره زده کونکو دا دوايم کال دی چې په کډوالۍ کې ژوند کوي او تعليم يې متاثره کيږي او په خېبر پښتونخوا کې هم شا و خوا تر پنځه ويشت لاکو پورې ماشومان له سکولونو بهر دې نو پوښتنه دا ده چې په داسې حالاتو کې څنګه له وسله والو د تعليم په وسيله بدل اخیستل کېدې شي او بله دا چې کوم تعليمي نظام يا سلېبس دی هغه د دې جوګه دې چې دې لړ کې مرسته وکړي او که څنګه. پر دې اړه مو د خېبر پښتونخواه د تعليم وزير او له ځوانانو سره خبرې کړې. کوربه اسرار عالم مومند دی.

XS
SM
MD
LG