د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ګڼو برخو کې د ګېس کمي ضد لاریونونه


کوټېوال په ساړه ژمي کې د غازو له نشتوالي سر ټکوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00

کوټېوال په ساړه ژمي کې د غازو له نشتوالي سر ټکوي

"سهار مهال ماشومان او د کورنۍ نور غړيبې له چای او خوړو ښوونځيو او کارونو ته په تللو اړ دي نو حکومت دې د دوی په حال رحم وکړي او د ګېس لوډ شیډنګ دې زغرده ختم کړي."

د پاکستان په ګڼو برخو کې له زیاتېدونکې یخنۍ سره د ګېس فشار مخ په کمېدو دی چې له کبله په کورونو، او رېسټورانونو کې د ګېس کاروونکي له سختو مشکلاتو سره مخامخ شوي دي او پرضد يې ولس د هېواد په لر او بر کېپه احتجاجي لاریونونو لاسپورې کړی دی.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د خلکو وینا وه چې یو پلو د ګېس فشار ډېر کم دی نو بلخوا حکومت د ګېس لوډشیډنګ هم شورو کړی دی او خصوصا د سهار او ماښام په وخت کې خو ګېس بلکل نه وي چې لوجې د پخلي پشمول له یو شمېر نورو ستونزو سره مخامخ دي.

د دوی وینا وه چې سهار مهال ماشومان او د کورنۍ نور غړيبې له چای او خوړو ښوونځيو او کارونو ته په تللو اړ دي نو حکومت دې د دوی په حال رحم وکړي او د ګېس لوډ شیډنګ دې زغرده ختم کړي.

د ګېس کم فشار پرضد د اسلام آباد پشمول د خېبر پښتونخوا او پنجاب صوبو په یو شمیر ښارونو کې د یکشنبې یا اتوار په ورځ خلکو احتجاجي مظاهرې هم وکړې او د حکومت پرضد يې نعرې ووهلې. د بلوچستان په مرکز کوټه کې هم تېره اونۍ خلکو د ګېس کم فشار پر ضد راوتلي ول.

د پېټرولیم او قدرتي وسیلو وفاقي وزیر شاهد خافان عباسي تیره ورځ مطبوعاتو ته وویل چې د یخنۍ په وجه د ګېس طلب زیات شوی دی او حکومت په مقرره مقدار کې ګېس نشي ورکولې چې له وجې يې په کورونو کې ګېس کاروونکې د مشکلاتو سره مخامخ دي او په خیبر پښتونخوا او پنجاب صوبو کې به په راتلونکې میاشت کې هم خلک د ګېس له کموالي سره مخامخ وي.

که یو پلو د یخنۍ زیاتیدو لوجې خلک د ګېس کموالي سره مخ دي نو بل پلو دې یخنۍ د خیبر پښتونخوا زلزله ځپپلي هم ډېر متاثره کړي دي.

د شانګلې محمد سعید وايي چې د زلزلې له وجې يې کور ته نقصان رسېدلې دی او دا سخته یخني په خېمو کې په تیرولو مجبورا دي د دوي پشمول نورو متاثرینو ته د ګرمو جامو سره سره د بسترو، کمبلو او نور امروزه د استعمال شیانو ضرورت دی.

په پېښور کې د موسمیاتو محکمې یو چارواکي محمد مشتاق مشال راډيو ته وویل، سږ کال به په هغه سیمو کې چې زلزلې ځپلې وې د نورو کلونو په نسبت یخني زیاته وي او په روانه میاشت کې د بارانونو او په راتلونکې میاشت کې د واورې وریدو امکان هم شته.

د ذکر ده چې د روان کال په اکتوبر میاشت کې د خېبر پښتونخوا په هزاره ډویژن، ملاکنډ ډویژن، مردان، چارسدې او پېښور پشمول په قبایلي سیمو کې زلزله راغلې وه چې ورسره خلکو ته يې په لوې شمیر کې ځاني او مالي زیان رسیدلې و.

احمد الله- مشال ریډیو اسلام اباد

XS
SM
MD
LG