د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرۍ خلاف د پاکستاني حکومت هڅې او په دې لاره کې ستونزې


د پاکستاني پوځ سرتیري
د پاکستاني پوځ سرتیري

د ګلف نيوز ورځپاڼې ليکنه وايي، د پېښور پر ارمي پبلک سکول د وسله والو طالبانو د ۲۰۱۴ م کال د دسمبر تر بريد وروسته، چې څه د پاسه ۱۴۰ ماشومان پکې ووژل شول، د پاکستان پوځ مشر هوډ ښکار کړی و چې د وسله والو پر ضد عمليات به لا پسې تېزوي.پوځ په وسله والو پسې قبايلي سيمې شمالي وزيرستان ته ولاړ.

پېښور سکول برید کې د وژلو شویو تصویرونه
پېښور سکول برید کې د وژلو شویو تصویرونه

د عملياتو په نتيجه کې د پاکستان پوځ د برياو دعوې وشوې او د وسله والو په اړه وويل شول چې هغوی افغان پولې ته لا هم نيږدې ورغلي او يا هم ترې اوختي او د افغانستان په خاوره کې پټ شوي دي.

دغه راز د پاکستان په کراچۍ کې هم د رينجر ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې په دغه ښار کې د ناامنۍ پېښو کېدل يو څه کم شول.

د ليکنې تر مخه، د راتلونکي په اړه د خلکو اندېښنې دا دي چې که دغه برياوې له لاسه ورکړل شوې نو د پاکستان امنيتي وضيعت به د مخکې پرتله لا ډېر خراب شي.

ليکنه کاږي، د پاکستان سياسي مشرتابه لا هم په دې نه ده توانېدلې چې د هېواد د امنيت لپاره يوه کوټلې تګ لاره مخ ته راوړي.

ليکنه کې وړاندې راغلې، د وسله والو پر ضد د پاکستان پوځ برياو د هغه هېواد د ولسونو تر مينځ د پوځ د مشر جنرال راحيل شريف محبوبيت سېوا کړی دی.

ځينې کتونکي بيا دې پرمختګ ته د ولسي حکومت پر وړاندې د يوه ممکنه خطر په توګه ګوري.

د لیکوال په باور د پاکستان په زياتره سيمو کې د خلکو يې د ژوند ښه کولو لپاره حکومت د پام وړ اقدامات نه دي کړي.د پاکستان واکداران ښايي د ۲۰۱۶ م کال پيل د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځي او د هېواد غريب ولس په تشو تورو خبرو او وعدو وغولوي.

ليکنه زياتوي، په داسې حال کې چې پاکستان د انرژۍ له يوه سخت بحران سره مخامخ دی، اوسيدونکي يې نه شي کولی د خپل راتلونکي په اړه خوشبينه واوسيږي.

XS
SM
MD
LG