د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاریخ پوه پروفیسر نصیرالدین د پښتنو په تاریخ خبرې کوي


پروفیسر نصیرالدین
پروفیسر نصیرالدین

پروفیسر نصیرالدین د تاریخ استاذ او څیړنکار دی. نوموړي د پورې نوښار په یوه عالمه فاضله کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولي دي.دی د مولاناسراج الدین زوی دی.

نوموړي سکول او کالج په نوښار کې لوستلي او بیا یې د پېښور پوهنتون نه په تاریخ کې د ماسټرۍ ډګري ترلاسه کړې ده. نوموړي همدارنګه په پښتو ادبیاتو کې هم د ماسټرۍ ډګري حاصله کړې ده.

نوموړي خپل زیات عمر په سکولونو او کالجونو کې په ښونه او روزنه کې تېر کړی دی. دوی په هري پور ، صوابۍ ، نوښار، لوند خوړ ، دیر، درګۍ او نورو سیمو کې د کالجونو د پرنسپل په حیث دندې ترسره کړي دي.

د پروفیسر نصیرالدین سره د مشال مرکه دلته واورئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:56 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

پروفیسر نصیرالدین د پښتو ترڅنګ ، په فارسي ، هندي، سنسکرت او انګریزي ژبو هم برلاسی دی، نو همدا وجه ده چې ده د بیلا بیلو ژبو ترمنځ د شریکو ټکو لټون هم کړی دی او په دې اړه یې کتاب هم لیکلی دی، خو تراوڅه لا دا کتاب چاپ شوی نه دی.

نوموړي د مشال راډیو خبریال خالدخان ته په مرکه کې وویل :

« ما د یونانۍ، جرمنۍ، لاطینۍ ، فرانسیسۍ ، پهلوۍ ، سنسکرت، هندۍ ، پنجابۍ، هندکو ، عربۍ ، فارسۍ ژبو د پښتو ټکو سره موازنه کړې ده او شریک ټکي مې پکې معلوم کړي دي. »

د نړۍ نورو قومونو چې کله په نورو سیمو سلطنتونه کړي نو بیا یې خپلې ژبې هم هلته خورې کړي دي، خو پښتنو او ترکانو دا کار نه دی کړی
پروفیسر نصیرالدین

پروفیسر نصیرالدین وايي د نړۍ نورو قومونو چې کله په نورو سیمو بریدونه کړي او هغه سیمې یې ترخپل واک لاندې راوستي نو بیا یې خپلې ژبې هم هلته خورې کړي دي، خو پښتنو او ترکانو دا کار نه دی کړی.

نوموړی وايي پښتانه اوس هم ژبې ته ډېره پاملرنه نه کوي، ډیر خلک ګڼي چې پښتو خو د دوی خپله ژبه ده نو د زدکړې ضرورت یې نشته، خو داسې نه ده ، یوه ژبه په تحقیق او لیکنو پياوړې کیږي.

XS
SM
MD
LG