د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان کې د ترهګرۍ د مخنيوي کړنلاره سياسي شوې ده"


په کراچۍ کې د پاکستان عسکر
په کراچۍ کې د پاکستان عسکر

د پاکستان حکومت د نېشنل اېکشن پلان تر اعلان وروسته که يو خوا سلګونه کسانو ته پانسۍ ورکړې نو بلخوا يې د وسله والو يا ورانکارو د ځپلو يا نيولو لپاره د هېواد په بېلا بېلو برخو کې چاڼيز عمليات وکړل

پراګ: د ۲۰۱۴م کال د ډسمبر پر ۱۴مه نېټه چې کله د پېښور پر آرمي پبلک سکول وسله وال بريد وشو او په نتيجه يې د ۱۲۲ زده کوونکو په ګډون ۱۴۷ کسان ووژل شول نو د پاکستان ولسي او پوځي مشرتابه د سياسي ګوندنو په سلا د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره د نېشنل اېکشن پلان په نامه يوه نوې تګلاره اعلان کړه. که څه هم د دې ۲۰ نکاتي تګلارې زياتره برخې يې د ترهګرۍ او تندروۍ د مخنيوي لپاره وې خو اوس ځينې سياستوال نظر لري چې دا پلان سياسي بڼه اخيستې او د حکومت يا اسټبلشمنټ مخالفو سياسي ګوندونو په ضد کارول کيږي.

د پاکستان حکومت د نېشنل اېکشن پلان تر اعلان وروسته که يو خوا سلګونه کسانو ته پانسۍ ورکړې نو بلخوا يې د وسله والو يا ورانکارو د ځپلو يا نيولو لپاره د هېواد په بېلا بېلو برخو کې چاڼيز عمليات وکړل او په نتيجه کې يې زرګونه مشکوک کسان ونيول. خو په دا وروستيو کې د رېنجرز ځواکونو لخوا په کراچي کې د ښار د امنيت په موخه پر روانو عملياتو باندې ځينو سياسي ګوندونو اندېښنې څرګنده کړې او وايي چې دا په صحيح توګه نه عملي کيږي.

په کراچي کې د متحده قومي موومنټ يو ځايي مشر ګل فراز خټک وايي چې دغه پلان د وسله والو طالبانو او تر بنديز لاندې ډلو د ځپلو لپاره جوړ شو خو په کراچي کې د دوی د ګوند په ضد استعماليږي.

ګل فراز خټک وویل ، نړيوالې رسنۍ د دې شاهدي ورکوي او هغوی دا خبره افشا کړې وه چې د کراچي په درو کې يوه برخه چې کليوالې سيمې دي، هلته طالبانايزېشن موجود دی او هلته د دوی نفوذ دی. هلته د دوی [طالبانو] خپل عدالتونه دي او خپلې فيصلې کوي. تر دې ها خوا بيا تر بنديز لاندې ډلې په خلاص مټ خپل فعاليتونه تر سره کوي او په سياست کې برخه اخلي او خپله ترهګري يې هم روانه ساتلې وه. خو ټولې کارواياني د متحده قومي موومنټ په ضد کيږي.

پر متحده قومي موومنټ سربېره د سند صوبې واکمن ګوند پاکستان پيپلز ګوند هم تر نېشنل اېکشن پلان لاندې د رېنجرز عملياتو ته د شک په سترګه ګوري او وايي چې د اختياراتو ناسم استعمال د پاکستان د حالاتو خرابېدو لوی لامل دی.

د دې ګوند يو مشره مهرين انور راجا وايي ، هر څوک چې په هر ځای کې د واک ناوړه استعمال وکړي، که هغه سياستوال وي يا که د يو ادارې مشر وي، هغه ته هيڅکله د دې اجازه نه شو ورکولای. پاکستان کې د حالاتو خرابېدو يوه لويه وجه دا ده چې يوې ادارې د بلې ادارې په واک او دايره کې لاس وهنه کړې او د هغه د اخيستو هڅه يې کړې ده. کله پوځ، کله عدليې او کله بيا پارليمان پخپله د يو چا لپاره داسې کار کړی دی. که چيرې دا ټول شيان پر استحقاق باندې وي نو حالات به پخپله ښه شي.

که څه هم د پاکستان مرکزي حکومت په وار وار دا ډول تورونه رد کړي دي خو په کراچي کې د سياسي چارو يو کارپوه علي ارقم وايي، که چيرې مرکزي حکومت جدي وي نو پر کراچي سربېره دې په نورو سيمو کې هم تر نېشنل اېکشن پلان لاندې کوټلي اقدامات وکړي.

علي ارقم زیاتوي ، دغه څو قوتونه چې په کراچي کې يې هر څه کړي او په ټول مُلک کې يې حالات خراب کړي دي، بايد د هغوی تپوس وکړل شي. ايپکس کمېټۍ ټول کار دلته پر کراچي مرکوز کړی دی. دوی ته خو په کار وه چې دا کار يې په پنجاب کې هم کړی وای او پښتونخوا کې يې هم کړی وای. خو داسې ښکاري چې د پوځ او حکومت ټوله پاملرنه سند صوبې ته ده.

د سند صوبايي حکومت په کراچي کې د رېنجرز ځواکونو د کار موده موده د محدوده اختياراتو په ورکولو سره يو کال نوره وغځول خو په کراچي کې د سياسي چارو يو بل کارپوه اجمل خټک کشربيا وايي چې د دې ځواک په راتګ سره په کراچې کې د وينې بهېدنې لړۍ تر ډېره درېدلې ده.

اجمل خټک کشر وايي ، د کراچي ولس په ځانګړې توګه دا پوښتنه کوي چې کله په دې ښار کې په يوه ورځ سل سل پښتانه شهيدان کېدل نو د پيپلز ګوند حکومت رېنجرز ځواکونو ته توسيع ورکوله خو اوس چې امن دی نو صوبايي حکومت توسيع نه ورکوي. د دې مطلب دا دی چې کله دلته قتل عام کېدی نو بيا خو څه خبره نه وه، چې د رېنجرز اقدامات موثره نه وو نو صوبايي حکومت به توسيع ورکوله خو اوس چې اقدامات يې موثر دي نو د پيپلز ګوند په مشرۍ صوبايي حکومت خنډونه پکې اچوي.

د نېشنل اېکشن پلان په مد کې د مشکوکو وسله والو په ضد د امنيتي ځواکونو پر عملياتو سربېره په ديني مدرسو کې د اصلاحاتو په موخه هم ځينې اقدامات هم شوي خو بيا هم شنونکي په دې نظر دي چې د دې پلان د عملي کولو په برخه کې اوس هم يو شمېر نيمګړتياوي شته.

XS
SM
MD
LG