د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د القاعده ډلې څلور کسان نيول شوي دي


د پاکستاني پوځ عسکر (پخوانی عکس)
د پاکستاني پوځ عسکر (پخوانی عکس)

دا خبره د کراچۍ د پوليسو د ترهګرۍ ضد مبارزې څانګې (سي ټي ډي) مشر راجا عمر خطاب د جمعې په ورځ ناوخته په کراچۍ کې خبریالانو ته کړېده.

کراچۍ: د پاکستان د سند صوبې امنيتي چارواکي وايي چې د القاعده ډلې څلور کسان يې نيولي دي.

دا خبره د کراچۍ د پوليسو د ترهګرۍ ضد مبارزې څانګې (سي ټي ډي) مشر راجا عمر خطاب د جمعې په ورځ ناوخته په کراچۍ کې خبریالانو ته کړېده.

راجا عمر خطاب ادعا کړې چې د القاعده ډلې دا نیول شوي کسان د کراچۍ په صفوره ګېټ سیمه کې په هغه پېښه کې ککړ وو په کوم کې چې درې څلوېښت اسماعیلیان وژل شوي وو.

د راجا عمر خطاب په وینا ، دې وسلو والو په یو شمېر نورو ترهګریزو پېښو کې لاس درلود.

نوموړي زیاته کړې چې په نیول شوو کسانو کې د خالد باري په نامه هغه لوړې زده کړې لرونکی هغه کس هم شامل دی چې مېرمن یې هم په کراچۍ کې د سخت دریځۍ لپاره کار کاوی.

دا خبره خالد باري هم د پوښتنو ګروېږونو پر مهال منلې ده او ویلي یې دي چې ميرمن يې د کراچۍ ښځې سخت دريځه کولې او د هغوی له لارې يې ترهګرو ته پيسې ورکولې.

د سند صوبې امنيتي چارواکو د تېرې سېشنبې په ورځ هم ویلي وو چې په ښار کې یې د عملیاتو پر مهال څلور مهم مشکوک وسله وال نیولي دي.

د کراچۍ پوليسو له ترهګرۍ سره د مبارزې څانګې لوړپوړي چارواکي مظهر مشواني د سېشنبې پر ورځ خبريالانو ته وويل چې په دوی کې د محمد انور په نامه هغه کس هم شامل دی چې په يو وخت يې د پاکستاني طالبانو، افغان طالبانو، جندالله او ګڼو نورو وسله والو ډلو د غړي په توګه فعاليت کاوه.

مظهر مشواني زياته کړه چې یاد سړی له بلوچستان سره تعلق لري او د ترهګرۍ په لسګونو پېښو کې د لاس لرلو له وجې د سند حکومت د هغه د نيولو لپاره پينځويشت لکه روپۍ انعام هم ايښی وو.

د پاکستان تر ټولو لوی او مهم صنعتي ښار کراچۍ کې له تېرو دوو کلونو راهسې د ترهګرو او جنايي ډلو او کسانو پر ضد عملیات روان دي.

د عملیاتو ، نیونو او سزا کولو دې لړۍ له هغه وروسته لا زور واخیست چې د پاکستان حکومتي او پوځي مشرتابه د ۲۰۱۴م کال په دسمبر کې د پېښور پر سکول د وسله والو تر خونړي برید وروسته د ترهګرۍ ضد د نشنل ایکشن بلان په نامه تګلاره جوړه کړه.

څو ورځې وړاندې د سیند صوبايي اسمبلۍ په کراچۍ کې د رېنجر ځواک ته په ورکړل شوو اختیاراتو کې کمي وکړه خو د هغوی د فعالیت موده یې تر یوه کاله وغځوله.

په کراچۍ کې د رېنجر ځواک د ګمارلو هدف د ترهګرو او تشدد کوونکو مجرمانو په نښه کول دي.

دا پرېکړه د اسمبلۍ په غونډه کې د رایې اچونې له لارې وشوه.

د نوې پرېکړې له مخې ، رېنجر ځواک اوس یوازې په هدفي وژنو ، قلنګ اخیستنې ، د پېسو لپاره تښتونې او فرقه ییز وژنو کې مشکوک کسان نیولای شي.

د رېنجر ځواک په دې ستاینه کېږي چې په ۲۰۱۵م کال کې یې په کراچۍ کې د وژنو لړۍ تر ډېره حده کمه کړې ده.

خو پر دې ځواکونو دا نورونه هم لګول کېږي چې ماورا عدالت وژنې کوي او د اپوزېشن فعالان په نښه کوي.

XS
SM
MD
LG