د افغانستان د روڼتيا د څار ادارې په دغه هيواد کې د حکومتي وګړو يا نورو زورواکو لخوا په غېر قاونوني توګه د کانونو د کېندنې په اړه نن (سېشنبه) په کابل کې يو تحقيقاتي راپور خپور کړی.
په دې راپور کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د پنځو معدنو ذکر شوی چې اوس يې هم کيندنه روانه ده. د دې راپور ليکونکی جاويد نوراني وايي چې افغانستان د معدن له پلوه ډېر غني دی خو په دې هيواد کې هره ورځ په لسګونه معدن په غېر قانوني توګه کيندل کيږي او بيا وروسته نورو ځايونو يا هيوادونو ته لېږل کيږي.
له نوموړي سره زموږ همکار احمد شاه اعظمي مرکه کړې او په لومړي سر کې يې ورڅخه پوښتلي چې په راپور کې مهمه نکته څه ده او تر پلټنو وروسته يې څه نتيجې تر لاسه کړي دي؟ نوراني په ځواب کې وايي......
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.