د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاړه چنار چاودنې مړي په ویر کې خاورو ته وسپارل شول


کورمه: په پاړه چنار کې اورووژنکي د بمي چاودنې له ځای سره جوخت په یوه موټر لګېدلی اور وژني. ۱۳م دسمبر ۲۰۱۵
کورمه: په پاړه چنار کې اورووژنکي د بمي چاودنې له ځای سره جوخت په یوه موټر لګېدلی اور وژني. ۱۳م دسمبر ۲۰۱۵

د پاړه چنار په بمي چاودنه کې ډېری مړه او ژوبل پښتانه شییعه مسلمانان دي.

په پاړه چنار کې د شییعه ګانو ځایي تنظیم انجمنِ حسېنییه د اتوار ورځ شوې بمي چادونې پر ضد درې ورځنی ویر اعلان کړی دی، چې د ځايي چارواکو په خبره ۲۵ تنه پکې وژل شوي او ۷۰ نور ژوبل دي.

د تنظیم یو غړي علي قمبر مشال ریډیو ته ووویل، د بې ګناه خلکو وژنې پر ضد په ویر کې به تر درو ورځو د پاړه چنار بازار بند وي او زیاتوی چې موږ ټول د هغوی په غم دړد کېشریک یو.

ده دا هم وویل، دا د حکومت ناکامي ده چې دوی يوځلې بیا په نښه شول.

(( دا څنګه ممکن ده چې یو ځانمرګی او یا له بارودو ډک ګاډی راشي او پر دوی برید وکړي. پکار ده چې په سیمه کې ناکې سختې کړل شی چې بیا دغه شان پېښې ونشي))

د کورمې انتظامي او روغتیایي چارواکي وایي، په پاړه چنار کې د بمي چاودنې یو شمېر ټپیان مرګوني دي.

د پاړه چنار لوی روغتون مشر ډاکټر صابر حسېن مشال ریډیو ته وویل، چې نژدې ۲۶ ژوبل کسان یې د نورې درملنې لپاره پېښور ته لېږلي دي.

(( زخمیان یې په ایمبولینس ګاړو کې منتقل کړل، ځینې ټپیان داسې ول چې حالت یې ډېر خراب و او هغوی یې په هېليکاپټرو کې پېښور ته ولېږل)).

د پاړه چنار په بمي چاودنه کې ډېری مړه او ژوبل پښتانه شییعه مسلمانان دي.

په سیمه کې پولیټیکل انتظامیې د ژوبلو لپاره یو یو لاک روپۍ او وژل شوو ته د درو لاکو روپیو اعلان کړی دی.

مرستیال پولټیکل ایجنټ نېک محمد وایي، له زخمیانو سره په علاج کې به هر ډول مرسته کېږي.

((پیښور ته له لېږلو ټپیانو سره مو خپل کسان استولي، موږ ګورو چې کوم کسان غریبان دي او وس نه لري نو موږ له هغوی سره په علاج کې مرسته کوو او ورته نغدې پیسې هم ورکوو چې خپل خواړو او نور ضرورتونه پرې پوره کړي))

په پاړه چنار کې دغه چاودنه د اتوار په ورځ له عیدګاه سره نیزدې د ګرمو جامو کباړ په یو مارکیټ کې وشوه.

د پولیټیکل انتظامیې په وینا، له پېښې وروسته یې دوه مشکوک کسان نیولي دي او له هغوی یې پلټنې هم پیل کړې دي.

مرستال پولیټیکل ایجنټ نېک محمد مشال راډیو ته وویل، په دې اړه هم تحقیقات روان دي چې دغه چاودنه څنګه او څه ډول وشوه.

((د دغې پېښې په اړه کره مالومات به له پلټنو پس راځي خو زه دا وایم چې دا یو ځانمرګی برید نه و. دا چاودنه د ریموټ کنټرول په وسیله شوې ده او که نه دا یو ټایم بم و، په دې اړه هم پلټنې روانې دي))

مرستیال پولټیکل ایجنټ نېک محمد وايي، د سیمې امن ساتلو لپاره یېسخت ګامونه اخیستل شوي دي.

(( د سیمې امن برقرار ساتلو په لړ کې له موږ سره پوځ او اېف سي ځواکونه پوره پوره همکاري کوي. موږ کوښښ کوو چې د خلکو ژوند او مال حفاظت یقیني کړو))

د دې ترڅنګ په سیمه کې امن بر قرار ساتلو لپاره د کوز او بره کورمې د ځایي مشرانو او د پولیټیکل انتظامیې چارواکو یو جرګه هم شوې ده.

ځایي مشر حاجي سلیم خان اورکزي مشال ریډیو ته وویل، ځینې عناصر غواړی چې د سیمې امن یوځل بیا خراب کړي خو هغوی به په خپل مقصد کې کامیابه نشي.

((له دغه شان پېښو د فرقه یزه شخړې پیلیدو خطره وي. که خلک پرامنه پاتې شول نو د امن دښمن خلک به یو ځل بیا په خپل مقصد کې ناکامه شي او انشاء الله زموږهمدغه کوښښ دی چې په علاقه کې امن برقرار وساتو او بدامني جوړه نشي))

په هغه چاودنه کې وژل شوي زیاتره کسان په خپلو پلرنیو هدیرو کې د اتوار په ورځ خاورو ته وسپارل شول.

لشکر جنګوي ال عالمي په نامه یوې وسله والې ډلې رسنیو ته په یوه برېښنالیک کې د پېښې ذمه واري پر خپل سر اخیستې ده.

د کورمې ایجنسۍ سر ښارپاړه چنار تر دېوړاندې هم بمي چاودنو او ځانمرګیو بریدونو ځپلی دی چې پکې ګڼو ولسي وګړو یېمرګ ژوبله اړولې ده.

په کورمه کې پر ۱۳م دسمبر د بمي چاودنې ضد ویر کې ښار تړلی دی
په کورمه کې پر ۱۳م دسمبر د بمي چاودنې ضد ویر کې ښار تړلی دی

په کراچۍ کې د پاړه چنار اوسېدونکیو په کورمه کې د بمي چاودنې ضد لاریون
په کراچۍ کې د پاړه چنار اوسېدونکیو په کورمه کې د بمي چاودنې ضد لاریون

د پاړه چنار بمي چاودنې ژوبل تنان په روغتون کې
د پاړه چنار بمي چاودنې ژوبل تنان په روغتون کې

په پاړه چنار کې د چاودنې یو مړی په امبولېنس کې وړل کېږي
په پاړه چنار کې د چاودنې یو مړی په امبولېنس کې وړل کېږي

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG