د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې ۱۵ مشکوک بهرنیان نیول شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د افغانستان د ختیځ ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې چارواکو نن د دسمبر په دیارلسمه نیټه د پنځلسو بهرنیو وګړو د نیولو خبر ورکړ.

چارواکي وايي چې د ملي اردو د دویم کنډک موظفینو د غني خيلو او روداتو ولسواليو اړوند سيمو کې د پلټنو پر مهال د درې پاکستانيو په ګډون پینځلس مشکوک بهرني وګړي نيولي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي د یکشنبې په ورځ مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« د سیلاب ۲۰۱ قول اردو د څلورمې پلې لوا ، د دویم کنډک موظفینو تيره ورځ د غني خيلو ولسوالۍ اړوند درې تنه مشکوک پاکستاني وګړي له يوه عرادې موټر سره نيولي چې د کرمې ایجنسۍ، سوات او تيرا سره تعلق لري.»


خوګياڼي زیاتوي چې یاد کنډک هم تيره ورځ د روداتو ولسوالۍ اړوند امان الله خان ښارګوټي کې د يوې میرمنې او دوه ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه مشکوک بهرني وګړي نيولي چې د لومړنيو معلوماتو په بنیاد نیول شوي کسان د ازبکستان او تاجکستان هیوادونو سره تعلق لري.

نوموړي دا هم وویل چې له نیولو شويو مشکوکو کسانو سره دوه عرادې سراچه ډوله موټرې هم نيول شوي او دا مهال تر پوښتنو لاندې دي.

XS
SM
MD
LG