د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ملي امنیت مشر استعفا ورکړې


رحمت الله نبیل
رحمت الله نبیل

د افغان ولسمشر دفتر اعلان کړی چې محمد مسعود اندرابي د اشرف غني لخوا د هېواد استخباراتي ادارې لنډمهاله مشر ګمارل شوی دی.

د افغانستان ملي امنیت عمومي مشر رحمت الله نبیل په خپل استعفالیک کې لیکلي دي چې له ولسمشر اشرف غني سره له تګلارې سره د ناندري پرسر خپل کار پرېږدي. نوموړي خپلځان له هغه وروسته ګوښه کړی چې پر خپل فېسبوک یې د ولسمشر غني و پاکستان ته پر تګ تنقید کړی وو.

ښاغلی اشرف غني د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف په بلنه په اسلام اباد کې د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس کې د ګډون لپاره تللی وو.

رحمت الله نبیل چې له پنځو کلونو راهیسې د ملي امنیت عمومي ریاست څوکۍ مخته وړله له خپلې دندې د استعفی لاملونه د ده په خبره کاري محدودیتونه او بې باوري، له پالیسیو سره مخالفت او د استعفی په خاطر د ولسمشر پرله پسې شفاهي غوښتنې یادې کړي دي.

نبیل چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو په مرسته تورنوي، د دسمبر پر نهمه نېټه د وزیر اعظم نواز شریف پر هغه بیان هم نیوکې کړې چې پکې نوموړي "د افغانستان دښمنان د پاکستان دښمنان بللي ول". نبیل ویلي ول، یو خوا ښاغلی شریف دغه ډول څرګندونې کوي، بلخوا د طالبانو وسله وال د کندهار هوايي ډګر کې، په هلمند، تخار او بدخشان کې افغان ولسي وګړي وژني.

بلخوا د افغان ولسمشر دفتر اعلان کړی چې محمد مسعود اندرابي د اشرف غني لخوا د هېواد استخباراتي ادارې لنډمهاله مشر ګمارل شوی دی.

د افغانستان ولسي جرګې یو غړي ازادۍ راډيو ته ویلي، کیدای شي د ښاغلي نبیل د استعفی تر شا ګاونډي هېوادونه په خاصه توګه پاکستان لاس ولري.

XS
SM
MD
LG