د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاشفین ملک د ملتان د الهدا پوهنتون زدکونکې پاتې شوې


پراګ: په پاکستان کې د الهدا پوهنتون ویانده وايي ، د امریکا په کلیفورنیا ریاست کي د دویم دسمبر برید تورنه تاشفین ملک په ملتان کې په الهدا پوهنتون کې شاوخوا یو کال زدکړې کړي دي . د الهدا ویاندي فرخ چوهدري مشال ریډیو ته ویل چې د زدکړو ورسته د دوی تاشفین ملک سره هېڅ رابطه نده شوي.

«او هغي زموږ په ادارې کې څه موده زدکړې کړې وې، په ۱۷ اپریل ۲۰۱۳م کال کې هغې موږ سره داخله کړي وه او په دریمي می ۲۰۱۴م کال کې هغې خپله اخري پرچه ورکړه او بیا یې ویل چې نور سبق به د خط و کتابت په ذریعه کوي، ځکه چې دا امریکا ته ځي، او واده یي دی.بیا هغي موږ ته د ۲۰۱۴ کال د می په ۱۱ نیټه یو اي میل وکړ چې دا د خط و کتابت د کورس مالومات غواړي. له هغي ورسته نه موږ ته د هغې څهاي مېل راغلی دی،او نه یي په بله ذریعه څه رابطه کړې ده»

فرخ چوهدري زیاتوي چې تاشفین ملک له هغوي سره د ملتان د سیمي نه رجسټرډ شوې وه او په خپل ټولګي کې تر ټولو تکړه او قابله جینۍ وه.

«

د تاشفین ملک رویه له نورو جینکو سره ډیره د دوستۍ ډکه وه ، او موږ ته چرته هم دا نه وه محسوس شوې چي دا به په راتلونکي کې یو داسي برید وکړي.
فرخ چودهري

زموږ په اداره کې خلکو ته د اوبو د نه ضایع کولو روزنه ورکول کیږي نو بیا به موږ د ویني تویولو روزنه څنګ ورکاو«

بلخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان یوي خبري غونډي ته ویلي چې د تاشفین ملک په پېښه باید ټول قام یاد نشي.

«که دیو تن یا یوې ښځې په پاکستان کې وروستی قامي شناخت موجود وي او څه بد کار وکړي نو تاسو ټول پاکستان باندي د هغي تور نشئ لګولی . پدي لړ کې چې په نړیواله توګه زموږ د پلټنو کومه ذمه واري جوړیږي ، د هغي وړاندیز مو کړی دی او موږ به خپله ذمه واري پوره کاو»

که څه هم د پاکستان چارواکي وايي ، د تاشفین ملک د پېښي تور باید په ټول پاکستان ونه لګول شي خو کارپوهان وايي ، په نړی کي اکثره د داسي قسمه پېښو خبرونه راغلي دي چې ریښې یي په پاکستان کي موجودې وي نو باید چې حکومت بغیر د څه توپيره د پنجاب په ګډون د ټولو وسله والو ډلو پر ضد عملیات وکړي.

دا چې د پاکستان حکومت تر اوسه هلته د موجودو وسله والو ډلو پر ضد څه تګ لاره لري ، کارپوه ریټایرډ لیفټینټ جنرل طلعت معسود وايي ، د پنجاب وسله والې ډلې دا مهال د پاکستان په لومړیتوب کې ندي

«د پاکستان په لومړیتوب کې دا مهال تحریک طالبان پاکستان او دغسې ځنې نورې ډلې دي خو هغه ډلې چې په پنجاب کې یي مشران موجود دي ، د پاکستان په ترجیحاتو کې لا ندي شاملي شوي ، که وي ، نو پر ضد به یې عملیات هم وکړي»

بلخوا کارپوه ریټایرډ بریګډیر محمد سعد وايي چې د پاکستان حکومت په پنجاب کې د وسله والو ډلو پر ضد ځکه عملیات نه کوي چې هلته وسله والو ډلو پورا سیمي ندي نیولي، او د قبایلي سیمو او کراچۍ په څېر یي حالات په پنجاب کې ندي خراب کړي.

«زما په خیال باندي په پنجاب کي د استخباراتو په بنیاد عملیات کول پکار دي او هغه ډلې چې د لشکر طیبه په څېر د پاکستان حکومت ته منظور نظر دي ، باید د هغوي پر ضد هم عملیات وشي
بریګیډیر سعد

، د پاکستان پوځ هم هغه ډلې چې ورته منظور نظر دي چې هند او یا افغانستان کې دلچسپي لري ، هغوي ته یې هېڅ ندي ویلي ، یواځي د هغو وسله والو ډلو پر ضد یي عملیات کړي دي چې د پاکستان خلاف کاررویاني کوي»

تاشفین ملک او د هغي خاوند سید رضوان فاروق د دسمبر په دویمه نیټه د امریکا په کلیفورنیا ریاست کې د ټولنیزو خدماتو د یوې ادارې د میلې پر مهال په خلکو ډزې وکړې او څوارلس کسان یي ووژل. وروسته بیا تاشفین ملک او د هغي خاوند د پولیسو په ځوابي ډزو کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG