د لاسرسي ځای

تازه خبر

سید عالم محسود وايي پنجاب د ګوادر ـ کاشغر پروژه د ځان په ګټه استعمالوي


سیدعالم محسود
سیدعالم محسود

دا اونۍ ډاکټر سید عالم محسود سره په مشال مرکه خپرونه کې غږیدلي یو. نوموړی د پښتونخوا د ولسي تحریک مشر دی او د چین او پاکستان ترمنځ د اقتصادي لویې لارې د پروژې په اړه یې خپل نظر ښکاره کړی دی.

د ډاکټر سید عالم محسود مرکه دلته واورئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:06 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نوموړي زموږ خبریال خالدخان ته وویل چې د چین او پاکستان ترمنځ دغه لویه پروژه دواړو هیوادونو او د دوی ولسونو ته ګټه رسوي.

د ګوادرـ کاشغر پروژې د بدلولو مسولیت د اوسني وزیراعظم نوازشریف په غاړه دی.

دی زیاتوي چې له کومو سیمو دغه پروژه تیریږي نو هغه سیمې به ورسره وده کوي او د خلکو ژوند به ورسره اسانیږي. دی زیاتوي:

« چین ته د سمندر نږدې لاره پکار ده او هغوی ګوادر ته ځان رسول غواړي، ځکه چې د ملاکا سټیټ د لارې د دوی تجارتي راکړه ورکړه ډیره ګرانه پریووځي.نو دا سوچ دوی کړی و او په دې پروژه یې له ډیره وخته د فکر نیلي زغلول. »

د چین ـ پاکستان ترمنځ د اقتصادي لارې نقشه
د چین ـ پاکستان ترمنځ د اقتصادي لارې نقشه

​ډاکټر سید عالم محسود وړاندې وویل چې د ګوادرـ کاشغر پروژې د بدلولو مسولیت د اوسني وزیراعظم نوازشریف په غاړه دی. دی وايي پنجاب په ائیني لحاظ تر نورو صوبو پياوړی دی او د همدې نه په ګټې اخیستو دوی یاده پروژه د لاهور په ګټه راوستل غواړي.

د ډاکټر سیدعالم محسود په وینا که د ګوادر او کاشغر ترمنځ دغه اقتصادي پروژه هغسې عملي شي، لکه دوی چې یې وړاندیز کوي نو دابه کم مصرفه او ګټوره وي. د نوموړي په اند کله چې دا ډول لویې اقتصادي پروژې په یوه سیمه کې پیل شي، نو د ترهګرۍ چانسونه هم ختمیږي، نو ځکه دا اعتراض هم بې ځایه دی چې د پښتنو سیمې نا امنه دي، نو ځکه به د ګوادرـ کاشغر لاره کې بدلون راوستل کیږي.

XS
SM
MD
LG