د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو د استاذانو ستونزې او د پارلیماني غړو هڅې


فاټا کې یو ړنګ شوی سکول
فاټا کې یو ړنګ شوی سکول

که له یوې خوا په قبایلي سیمو کې یو شمېر سکولونه وسله والو ړنګ کړي، نو بلې خواته د فعالو سکولونو او دا راز د کمیونټي سکولونو استاذانو په احتجاج لاس پورې کړی دی.

د کمیونټي سکولونو استاذان وايي چې د دوی نوکريانې دې پخې یعنې مستقل کړی شي او مستقل استاذان بیا وايي چې دوی ته دې ترقي ورکړل شي. خو قبایلي ولس شکایت کوي چې په هر حال کې ددې سیمې په زرګونو ماشومان د تعلیم نه بې برخې پاتې کیږي.

خو د قبایلي سیمو نه منتخب شوي د پارلیمان غړي دې مسئلې ته څنګه ګوري؟ هڅه مو وکړه په دې اړه د دوی نظرونه هم را واخلو ، په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان نماینده مولانا جمال الدین په دې هکله وویل:

« قبایلي ولس د حکومت لخوا دیو شمېر مشکلاتو سره مخ دی او په خاصه توګه د تعلیم او صحت برخه کې قبایلو سره ډېر ظلم کیږي. فنډونه ورته مرکزي حکومت ورکوي، پالیسی پرې د صوبايي حکومت عملي کیږي او نظام یې فاټا سیکټرېټ ته حواله شوې خو په اصل کې د قبایلي ولس مسئلې یوځای کې هم نه حل کیږي، دا یوازې د استاذانو مسئله نه ده، د صحت کارکوونکي هم ته ورته مشکلاتو سره مخ دي. دا ډېره د افسوس خبره ده. »

دا راز د مومند ایجنسۍ نه منتخب شوی د سینټ غړی هلال رحمان وايي په دې لړ کې زیاتره د انتظامي معاملاتو لوجې مسئلې رامنځ ته کیږي او په نتیجه کې یې په خاص توګه د تعلیم څانګه ډېره متاثره کیږي.

« په دې کې یوه مسئله دا ده چې مرکزي حکومت مونږ سره دا منلې چې د کمیونټي سکولونو استاذان په مستقل کوي خو دې لپاره د اهلیت شرط ایښودل شوی نو ځکه ځنې استاذان پکې ناکامه کیږي، بیا دا استاذان به په خپلو متعلقه سیمو کې مستقل کیږي نو ځنې وخت هغې کې هم انتظار راشي. دا راز د ترقۍ مسئله داسې ده چې فاټا سیکټرېټ په تیرو وختونو کې د ځنې سکولونو د اپ ګرېډېشن په اړه کره مالومات مرکز ته نه وو استولي نو دهغې لوجې استاذانوته په ترقۍ ورکولو کې د تعلیم څاتنګه د مشکلاتو سره مخ کیږي خو مونږ یې د هوارولو لپاره د حکومت سره په رابطه کې یو. »

هلته په قامي اسمبلۍ کې د کورمې ایجنسۍ نه منتخب شوی غړی ساجد حسین طوري وايي د استاذانو غوښتنې جایزې دي . دوی یې ملګرتیا کوي او په هر فورم به د استاذانو لپاره غږ پورته کوي.

« د هرې ایجنسۍ استاذانو د خپلو سیمو د پارلیماني غړیو سره رابطه کړې ده، او مونږ ټول د قبایلي سیمو د پارلیمان غړي به په نزدیو ورځو کې غونډه کوو. مونږ به په مشترکه توګه ددوی سره ودریږو، ددوی ملګرتیا به کوو او ددوي لپاره به هر ځایې غږ هم پورته کوو.»

د قبایلي سیمو منتخب پارلیماني غړي د حکومت نه غوښتنه کوي چې ددې سیمې د استاذانو مسئلې دې په ترجیحي بنیادونو زر تر زره هوارې کړي او د قبایلي ماشومانو مستقبل دې د تیرو نه بچ کړي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG