د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې وزیر اعظم د ترکیې خلاف د بندیزونو لیسټ منظور کړ


د روسيې وزيراعظم ديميتري مېدوېدوف د ترکیې خلاف د بنديزونو هغه ليسټ منظور کړی چې په انقره د روسي جنګي الوتکې د ويشتلو په غبرګون کې لګول شوي دي.

د روسيې وزيراعظم ديميتري مېدوېدوف د ترکیې خلاف د بنديزونو هغه ليسټ منظور کړی چې په انقره د روسي جنګي الوتکې د ويشتلو په غبرګون کې لګول شوي دي.

د دوشنبې پر ورځ د حکومت پر ويب سايټ خپاره شوې، د مېدوېدوف دې فرمان کې راغلي چې د دسمبر له لومړۍ نېټې څخه به ترکيې ته پر ټولو چارټر پروازونو بنديز وي.

يوازې هغو ته به اجازه وي چې روسي سيلانيان خپل هيواد ته ورستنوي. همداراز د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه به د ترکيې په زراعتي توکو او توليداتو هم بنديز وي.

په دې فرمان کې له روسه ترکيې ته د وړانديز شوې ګيس پايپ لاين پر پروژه د بدلون او پر اکويو نيوکلير پلانټ د روسانو د کار په اړه څه نه دي ويل شوي.

خو رويټرز خبري اژانس ته د روس د ګيس دولتي کمپنۍ ګازپروم دوو چارواکو ويلي چې هغو د ترکې يې د ګيس پروژې د څه وخت لپاره د ځنډولو او يا هم ودرولو په اړه د روسي ولسمشر ويلاديمير پوتن حکم ته منتظر دي. ترکيه د انرژۍ ډېرې سرچينې له روس څخه دي.

انقره او غربي اتحاديان يې وايي د نومبر په څلور ويشتمه يې د روس جنګي الوتکه هغه مهال د شام سره پر سرحد وويشتل شوه چې د ترکيې فضايي حدودو ته ورواوښتله خو روس وايي الوتکه هيڅکله د شام له فضايي حدودو نه وه وتلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG