د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي ښونکیو پېښور کې مظاهره وکړه


د قبایلي سیمو د کمیونټي سکولونو استاذانو پرون په پېښور کې مظاهره وکړه .دوی له حکومته ګیلې مانې او غوښتنې لرلې.

د مشال راډیو خبریال وايي لسګونه استاذان د فاټاسکرټریټ مخې ته راټول شول ، شعارونه یې ورکړل او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د دوی نوکريانې دي پخې او د تېرو شپږو میاشتو تنخاګانې دي ورکړل شي.

مظاهره کونکیو وویل چې پنځه سوه او اتیا استاذان لا هم مستقل شوي نه دي او په عارضي بنیادونو خپلې وظیفي ترسره کوي. دوی وايي له ۲۰۰۳ کال راهیسې په نارامو سیمو کې دندې ترسره کوي او حکومت دې ددوی غم وخوري. یو مظاهره کونکي خان ولي خان وویل:

« ما چې په کومو سیمو کې وظیفه ترسره کړې هلته پیریان هم نشي تللی، ځکه چې په قبایلي سیمو کې د امنیت نظام خراب دی ، خو حکومت بیا هم مونږ ته پوره پام نه کوي، زموږ نوکري نه پخوي او زموږ تنخاګانې په وخت نه راکوي. »

د فاټا سکرټریټ چارواکو وروسته د مظاهره کونکیو سره خبرې وکړې ، خو ر سنیو ته یې په دې اړه څه معلومات ورنکړل. مظاهره کونکي وايي تر هغې به د فاټآ سکرټریټ په مخکې « پرلت غزولي » ناست وي چې تر څو یې غوښتنې منل شوې نه وي.

XS
SM
MD
LG