د ناټو عمومي سکرتر یینز سټولټنبرګ وايي افغان ځواکونه د طالبانو او نورو وسله والو ډلو خلاف په پوره پیاوړتیا سره جنګیږي.
نوموړي پرون په برسلز کې مشال راډیو ته په ځانګړې مرکه کې وویل ، افغان ځواکونو د اسلامي افراطیانو خلاف په جنګ کې پوره وړتیا او لیاقت ښکاره کړی او ناټو به د دوی روزلو ، مرستې او مشورو ته ادامه ورکوي.
دا غوره خبره ده چې افغان ځواکونه پخپله د داعیش خلاف جنګیږي او ناټو د دوی ملاتړ کوي.یینز سټولټنبرګنوموړي زیاته کړه ، هغه هیله من دی چې د روانې اونۍ په وروستیو کې به د ناټو هیوادونو بهرنیو چارو وزیران رسما ددې خبرې منظوري ورکړي چې په افغانستان کې ددغه سازمان د سرتیرو اوسنۍ شمیره به په ۲۰۱۶ م کال کې هم برقراره وساتي.د ناټو عمومي سکرتر یینز سټولټنبرګ دا هم وویل چې افغان ولسمشر اشرف غني په خپله خاوره کې د داعیش د موجودیت د زیاتیدو په اړه ورته ویلي. ده وویل دا غوره خبره ده چې افغان ځواکونه پخپله د یادې ډلې خلاف جنګیږي او ناټو ددوی ملاتړ کوي.