د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو لپاره د بشري حقونو کمیسون جوړ شو


زرعلي خان اپریدی
زرعلي خان اپریدی

یو شمېر مدني فعالانو د قبایلي سیمو لپاره د بشري حقونو یو کمیسون جوړکړی چې موخه یې په یادو سیمو کې د بشري حقونو د سرغړونو مخنیوی کول دي.د دغه کمیسون منشور به د دسمبر په لسمه نیټه اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د انګریزانو له زمانې راهیسې پاتې د FCR قانون نه خلک سر ټکوي او وايي چې دا تور قانون د دوی بنیادي بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

د FCR پرضد د یوې مظاهرې تصویر
د FCR پرضد د یوې مظاهرې تصویر

د قبایلي سیمو لپاره د بشري حقونو د کمیسون مشر زرعلي خان اپریدی وايي په فاټا کې څه د پاسه یو کروړ انسانان ژوند کوي، خو دغلته د بشري حقونو وضعیت د ډېرې اندېښنې وړ دی. دی زیاتوي:

موږ ته د انسانانو په نظر نه کتل کیږي. موږ ایني، کولتوري، قانوني، سیاسي او اقتصادي حقوق نه لرو
زرعلي خان اپریدی

« دلته د قبایلي خلکو حقونه تر پښو لاندې کیږي، موږ ته د انسانانو په نظر نه کتل کیږي. موږ ایني، کولتوري، قانوني، سیاسي او اقتصادي حقوق نه لرو. په خاصه توګه د ماشومانو او مېرمنو حقوق له سره نشته. »

د خیبر تاریخي دروازه
د خیبر تاریخي دروازه

زرعلي خان اپریدي وړاندې وویل چې د قبایلي سیمو د بشري حقونو کمیسون به د خلکو حقونو ته پاملرنه او د سرغړونو مخنیوی کوي.

واجد مومند د مومند ایجنسۍ یو ټولنیز او مدني فعال بیا مشال راډیو ته وویل چې د قبایلي سیمو لپاره د بشري حقونو د کمیسون د جوړولو اړتیا له ډېره وخته لیدل کېده.

مدني فعال واجد مومند
مدني فعال واجد مومند

پولټیکل دلته د هرڅه اختیار لري، هغه عدالت هم دی او قانون هم دی
مدني فعال واجد مومند

« د FCR قانون لاندې موږ دلته هېڅ قسمه سیاسي غونډې نشو جوړولی. پولټیکل دلته د هرڅه اختیار لري، هغه عدالت هم دی او قانون هم دی. نو د قبایلو عدلیې ته هېڅ قسمه لاس رسی نشته. دوی د خپلو حقوقو لپاره د غږ پورته کولو هېڅ مواقع نه لري. »

د نوموړي کمیسون مشر زرعلي خان اپریدی وايي د یاد کمیسون دنده به دا هم وي چې د بشري حقونو څخه د سرغړونو پوره اسناد به راټولوي او له دې نه به د مطبوعاتو ، د پاکستان له مرکزي حکومت او نړۍ سره هم شریکوي.

XS
SM
MD
LG