د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناروې له خپله هېواده پاکستاني کډوال شړي


ناروې ته کډوال په بایسکلونو وردننه کېږي
ناروې ته کډوال په بایسکلونو وردننه کېږي

د یاودنې ده چې پاکستان د روانې میاشتې په شپږم نومبر اروپایې ملکونو سره په غیر قانوني توګه اروپایې ملکونه ته تلونکې د پاکستانیانو د واپس رالیږلو معاهده د معطلولو اعلان کړی.

په پاکستان کې د ناورې سفارتخانه وایي، پلان لري چې په راتلونکې کې غیر قانوني توګه ناورې ته تللې نور پاکستانیان هم له خپله هېواده وشړي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې په اسلام اباد کې د ناروې سفارتخانې کډوالۍ څانګې ویاند ټوربن سوې ایس کیلاند وویل، چې په دې ورستیو کې یې له شلو تر دېرشو پورې پاکستانیان بیرته خپل ملک ته شړلي دي او دا هغه کسان ول چې په ناقانونه توګه په ناروې کې اوسېدل.

ده زیاته کړه چې تر څلور سوو زیات پاکستانیانو د پناه لپاره درخواست ورکړی دی او په دې کې هغه کسان شامل دي چې د روسیې له پولې ناروې ته اوښتي ول.

دی زیاتوي،«په تېرو دوه اونیو کې مو له شلو تر دېرشو پورې پاکستانیان خپل هېواد ته بیرته شړلي دي. زه تاسو ته دا نشم ویلې چې راتلونکې کې به څومره موږ واپس رالیږو خو اول به موږ د دې درخاستونه ګورو او دا به هم ګورو چې چا خو هلته واده نه دې کړې. په راتلونکې څو میاشتو کې واپس راتلونکو شمیر کې به زیاتوالې کتل کیږي»

خپلو خبرو کې ټوربن سوې ایس کیلاند زیاته کړه چې په غیر قانوني توګه اروپا تلونکې خلکو د معاملې په اړه په برسلز کې به د راروان کال په وړومبې میاشته کې یوه غونډه کیږي.

ده هیله څرګنده کړه چې په دې معامله به د پاکستان چارواکو سره تعاون کوي.

د زیارت په ورځ د ناروې د سفارت خانې لخوا جاري شوې خبرپاڼې په وینا چې ناروې ته تلونکې یو شمیر د پاکستان او افغانستان داسي ځوانان دي چې هغې کې ډیر کم د پناه مستحق دي او نور د ناروې په نظام بوج دې.

واضحه دې وي د روزګار په تلاش کې بهر ملکونو ته تلونکې پناه غوښتونکو نه علاوه په دې ورستیو کې یو شمیر هندوان ، عیسيان ، سکهان او احمدیان د پاکستان نه تللې دې.

په غیر قانوني توګه تلونکو او په اروپا کې پناه غوښتونکو معاملې په اړه د پاکستان د بشري حقونو اداره ایچ ار سي پي مشره زهره یوسف وایې هغه د پاکستان د داخله چارو وزیر د دې خبره غندنه کوي چې د نورو ملکونو نه واپس راتلونکې يا ډي پورټ شوې پاکستانیان به نه قبلوي پکار خو دا ده چې ملک کې داسي کار اوکړې چې خلک بهر تلو لپاره مجبوره نشي.

«حکومت له ملک کې داسي ماحول جوړول پکار دي چې خلک ملک نه پریږدي. د خلکو د معاش لپاره تلل یو خبره ده خو کم از کم څوک چې په مذهبي وجوهاتو له ملکه ځي چې هغې لپاره ماحول دلته داسي وي چې هغې ته د تګ ضرورت نه وي. او بل اروپایې ملکونو حکومتونو سره دا معاهده کول پکار ده چې هغې په کوم بنیاد خلک واپس کوي او د پاکستان حکومت دې د اروپایې ملکونو د پالیسیانو مطابق خپله پالیسي جوړه کړي او د چا واپس اخیستل انکار زما په خیال زیاتی دی»

یاده دې وی چې په دې ورستیو کې د پاکستان د داخله چارو وزیر چوهدري نثار علي خان ویلې وو چې تر څو پوري پاکستان په غیر قانوني توګه تللې د پاکستانیانو تحقیقات نه کوي تر هغې پورې به د اروپایې ملکونو جهازونو ته د پاکستان په خاوره د کوزیدو اجازت نه وي.

د یاودنې ده چې پاکستان د روانې میاشتې په شپږم نومبر اروپایې ملکونو سره په غیر قانوني توګه اروپایې ملکونه ته تلونکې د پاکستانیانو د واپس رالیږلو معاهده د معطلولو اعلان کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG