د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: اورګاډى له پټلۍ لوېدلى، ١٣ مړه، تر ١٥٠ زيات ټپيان


د بولان سيمې یو چارواکی وايي، چي په روغتون کې يې د ډاکټرانو خصوصاً ښځينه ډاکټرانو د نشتوالي او روغتيايي اسانتياوو د کمښت له امله ډېرى ټپيان کوټې ته را انتقال کړل

د بلوچستان په بولان سيمه کې له پنجابه راتلونکى يو اورګاډى د تېزرفتارۍ له امله له پټلۍ اوښتى، چي په نتيجه کې يې ديارلس تنه مړه شوي او تر يونيم سلو زيات کسان پکې ټپيان شوي دي. په ټپيانو کې د شاوخوا دېرشو تنو حالت مرګونى دى، چي د درملنې لپاره د هيلوکوپټر په وسيله کوټې ته وړل شوي دي.

د سېشنبې په غرمه د کوټې ښار جنوب لور ته د بولان سيمې په «آبِ ګم» نومي ځاى کې د «جعفر اېکسپرېس» په نامه له مساپرو ډک اورګاډى هغه وخت له چلوونکي بې قابو شو، چي بريک يې کار پرېښوو او د اورګاډي د مخ برخه او څلور ډبې له پټلۍ و لوېدې او په نتيجه کې يې ګڼو کسانو ته مرګژوبله واوښته.

د پېښې سيمه له کوټې شاوخوا اتيا کيلوميټره لرې ده، ځکه نو مرستندويې ډلې او ايمبولانسونه د پېښې ځاى ته په ډېر ځنډ ور ورسېدل او مړي ټپيان يې د کوټې روغتونونو ته را انتقال کړل. د بلوچستان د ملېشه ځواکونو لسګونه سرتېري او دوه هيلوکوپټره هم د پېښې د قربانيانو د را پورته کولو لپاره سيمې ته ورغلل. دغه اورګاډى له کوټې د پنجاب راولپينډۍ ښار ته روان وو، چي دا پېښه ور وشوه. د اورګاډي يو مساپر د پېښې په اړه وايي:

«اورګاډى پينځلس دقيقې د مچ سيمې پر تمځاى ولاړ وو، مخته سوکه سوکه را روان وو، کله چي پر پېچومي ورغى ډېر ګړندى شو، دوى ويل بريک يې کار پرېښوو، پر لومړي پېچومي ډېر تېز تاو شو، پر دويم تر هغه تېز تاو شو، پر درېيم هم ډېر تېز ورغى، پر څلورم پېچومي چي تېز تاو شو، ټولې ډبې يې له پټلۍ واوښتې او پر مځکه را ولوېدې»

د بولان سيمې يوه دولتي چارواکي د پېښې په ځاى کې رسنيو ته وويل، چي په روغتون کې يې د ډاکټرانو خصوصاً ښځينه ډاکټرانو د نشتوالي او روغتيايي اسانتياوو د کمښت له امله ډېرى ټپيان کوټې ته را انتقال کړل، چي وايي په هغوى کې تر دېرو د زياتو حالت مرګونى دى. نوموړى وايي په پېښه کې د اورګاډي چلوونکى او پوليس سرتېري هم وژل شوي دي.

«تر اوسه پورې چي کره شمېر دى ديارلس تنه مړه شوي دي او زموږ چي څومره اندازه ده دوه سوه ته نيژدې کسان ټپيان دي، په هغوى کې چي د کومو کسانو حالت ډېر خراب او مرګونى وو او کوټې ته مو و لېږل، د هغوى شمېر له دېرشو تر پينځه دېرشو پورې وو»

د پاکستان د اورګاډو مرکزي وزير خواجه سعدرفيق له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چي د دې پېښې پلټنه به کوي، چي آيا اورګاډى د بريک د کار پرېښوولو له امله له پټلۍ لوېدلى، که کومه بله پېښه ده، ځکه چي په همدې سيمه کې په وار- وار پر اورګاډو بمي بريدونه او ډزې شوې دي، چي مسووليت يې اکثر وسلوالو بلوڅانو پر غاړه اخيستى دى.

د يادونې وړ ده چي د روانې نومبر د مياشتې پر دوهمه نېټه هم د «جعفر ايکسپريس» پر اورګاډي د مستونګ په دښت سيمه کې بمي حمله شوې وه، چي څلور تنه پکې وژل شوي او يوولس تنه پکې ټپيان شوي وو، چي مسووليت يې د يو بي اې په نامه د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو يوه وسلوال سازمان پر غاړه اخيستى وو.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG