د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د ايف سي ار ضد مظاهره


مظاهرچيانو غوښتنه کوله چې اېف سي ار قانون دې زغرده ختم کړل شي او قبایلي سيمې دې د خېبرپښتونخوا برخه وګرځول شي.

د پاکستان تر ټولو لوی اقتصادي ښار کراچۍ کې پښتنو د ګل په ورځ په فاټا کې د اېف سي ار قانون پر ضد او د قبایلي سیمو له خېبر پښتونخوا صوبې سره د یوځای کېدو په حق کې مظاهره وکړه.

مظاهرې ته د وېنا پر وخت احتجاجیانو وويل چې اسلام اباد کې قبائلي پښتانه د خپل حق لپاره راوتي او د هغوي د ملاتړ لپاره د کراچۍ پښتانه هم هر وخت تيار دي، که ضرورت پېښ شو نو د خپل حق لپاره به په کراچۍ کې خپلې دندې پرېږدي خو وروستو به نه شي.

د جمرود کوکي خيل خېبرايجنسۍ سره تعلق لرونکي يو مشر حاجي فضل افريدي مشال رېډيو ته ووئيل چې ايف سي آر يو تور قانون دی د کوم د سېوري لاندې چې پښتانه قبائل زورول کېږي او اوس ټولې قبائلي ايجنسۍ د دې قانون پرضد يو شوي:

((موږ سره په قبائلو کې يو ړوند قانون دی د پوليټيکل ايجنټ بادشاهي ده هغه چې څه غواړي نو کوي ولې اوس مونږ رايو شوي يو او د دې پرضد به خپل احتجاج روان ساتو))

د نيم قبائلي سيمې ايف آر پېښور سره تعلق لرونکي يو بل مشر سپين خان افريدي مشال رېډيو ته ووئيل چې د قبائلو نه څوک حمايت کوي او نه ئې فرياد اوري

((مسئله دا ده چې جرم زۀ وکړم او رانيسي مې ټول بې ګناه قام ۔ دا د انګرېزانو د دور ليکل شوې پاليسي ده ۔ تر ټولو لويه ستونزه دا ده چې نه زمونږ څوک حمايت کوي او نه مو څوک فرياد اوري))

کراچۍ کې مېشت د جمرود خېبرايجنسۍ يو ځوان شبيرآفريدي مشال رېډيو ته ووئيل چې قبائلي ځوانان د ايف سي آر د لاندې لکه د قېديانو ژوند تېروي

((د ايف سي آر د قانون لاندې قبائلي ځوانان لکه د بنديانو ژوند کوي ۔ په فاټا کې د زرو نه زيات سکولونه تباه شوي ولې تر اوسه بيا نه دي روغ شوي چې له کبله ئې قبائلي ماشومان او ځوانان بې تعليمه شوي دي خو څوک ئې هيڅ غم نه کوي ۔ ايف سي آر يو تور قانون وو، دی او وي به ، مونږ غواړو چې دا قانون دې ختم شي، خېبرپښتونخوا سره قبائلي سيمه يو ځای شي او که نه يو ځای کوي نو بيا دې مونږ ته ځان له صوبه راکړي))

په دې احتجاج کې قبائلي پښتنو سره سره د عوامي نېشنل ګوند مشرانو او د ګوند د ځوانانو ټولنې (اين وائي او) هم ګډون وکړو او دا غوښتنه هم وکړه چې بې کوره شوو پښتنو د بحالۍ او په سيمه کې د مکمل امن لپاره دې مرکزي حکومت زر تر زره کوټلي ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG