د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د شامي ولس په مشرۍ سیاسي انتقال ته اړتیا ده'


اوباما او پوتین د شام کورنۍ جګړې د پای ته رسولو په اړه بحث وکړ او موافقه یې وکړه چې د دې کړکېچ حل د شام خلکو په مشرۍ سیاسي انتقال ته اړتیا لري.

د امریکا او روسیې ولسمشرانو پرون په ترکیه کې د نړۍ د شلو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو- جي شل د سرمشریزې په څنډه کې کتنه وکړه.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې بارک اوباما او ولادیمیر پوتین په څه باندې نیم ساعت خبرو کې د شام کورنۍ جګړې د پای ته رسولو په اړه بحث وکړ او موافقه یې وکړه چې د دې کړکېچ حل د شام خلکو په مشرۍ سیاسي انتقال ته اړتیا لري.

سپينه ماڼۍ وايي دواړو مشرانو د اوکراین کړکېچ هوارولو په اړه هم خبرې وکړې او همداراز اوباما د مصر په سینا ټاپووزمه کې د روسیې د ملکي الوتکې د نسکورېدو د پېښې قربانیانو لپاره پوتین ته خپله خواخوږي څرګنده کړه. تمه ده چې د جي شل په سرمشریزه کې به د پاریس ښار ترهه ګر بریدونه چې ۱۲۹ کسان یې ووژل د اجنډا په سر کې وي.

د امریکا ملي امنیت سلاکار بېن رودیس ویلي دي چې امریکا به له فرانسې سره ګډ کار وکړي څو په شام او عراق کې د اسلامي دولت ډلې پرسنګرونو هوايي حملې زیاتې کړي.

رودیس چې د سرمشریزې په څنډه کې خبرې کولې، وویل چې د شام او عراق د جګړې په ډګر کې وسله والو ته د وسلو ورکول له اسلامي دولت ډلې سره په مبارزه کې اغېزمنه لاره ده.

XS
SM
MD
LG