د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستاني پوځ د خپل نوم ښه کولو هڅې روانې کړې دي"


د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف
د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف

ډاکټر عايشه صديقه وايي، په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عملياتو پېلولو له اوږدې مودې پس په بډه بيره کې بريد د پوځ پر کارکردګي پوښتنه راپورته کوي.

په پاکستان کې د ولسي حکومت او پوځ تر منځ پر يو شمېر چارو د اختلافاتو خبرونه په رسنيو کې تر سترګو کيږي. که څه هم د ايين له مخې پوځ د حکومت تر لاسه لاندې اداره ده خو په عملي توګه پوځ د هيواد د طاقت تر ټولو لويه سرچينه ګڼل کيږي چې د يو شمېر تګلارو پر جوړولو څرګنده اغېز لري. په دا وروستيو کې ليدل شوې چې پوځ يو ځل بيا ځينې داسې کارونه کړي چې واک يې له حکومت سره و.

تر هغه وروسته چې د پاکستان پوځ مشر جنرل راحیل شریف وويل چې په هېواد کې د ترهګرۍ د له مېنځه وړلو او د وسله والو پر ضد په عملياتو کې د برياليتوب لپاره ضروري ده چې حکومت انتظامي چارې ښې کړي، يو شمېر سياسي کړيو د نوموړي دا بيان له ايين سره په ټکر کې وباله. د دوی په وينا د حکومت تر لاس لاندې يوه اداره نشي کولای چې پر خپل حکومت نيوکې وکړي او هغه ته د ښې حکومتدارۍ غږ وکړي بلکې دا د حکومت کار دی چې ادارو ته ګړندي او موثره کار کولو امر وکړي.

په پاکستان کې د سياسي او دفاعي چارو کارپوهه ډاکټر عايشه صديقه وايي، چې پوځ د خپل نوم ښه کولو لپاره دا ډول بيانونه ورکوي.

((پوځ خپل نوم تر حقيقت زيات ښه کولو هڅه کوي، دا ډول ولس ته څرګنده کړي چې پوځ تر ټولو زياته اغېزناکه اداره ده. که څه هم په حکومت کې ستونزې شته خو دا خبره صحيح نه ده چې ټول ښه کارونه دې پوځ په خپله پله کې واچوي او خراب کارونه د سياسي ګوندونو په پله کې. دا يوازې د پوځ لخوا د خپل سياسي قد جګولو يوه هڅه ده.))

د پاکستان د پوځ پخوانی افسر بريګيډيير سعد محمد خان وايي چې حکومت په ځينو څانګو کې ښه کارونه نه دي کړي خو نوموړی د پاکستان پوځ او حکومت په اړه وايي چې په عمومي توګه ټولې ادارې د حکومت تر لاس لاندې وي خو په دې هېواد کې په عملي ډول بل څه کيږي.

((په اصولي توګه دا صحيح نه ده چې ځان ته يو اداره د حکومت له پاليسيو سره اختلاف لري. خو د دې يو پس منظر دی چې په پاکستان کې پوځ پر حکومت هم قابض پاتې شوی دی او د هغې په وجه ځان لږ غوندې داسې طاقتور ګڼي چې د پاکستان په سياسي چارو کې خبره لري او مداخلت لري. بل دا دی چې په سياسي حکومت کې هغه قابليت نشته چې د مسلو يو حل راوباسي.))

په پاکستان کې يو شمېر شنونکي پر پوځ هم نيوکه کوي او وايي چې د دوی کارکردګي هم ښه نه ده. ډاکټر عايشه صديقه وايي، په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عملياتو پېلولو اوږده موده وروسته په بډه بيره کې بريد د دوی پر کارکردګي پوښتنه راپورته کوي.

((تر اوسه خو موږ ته دا ويل کېدل چې هر څه د پوځ لخوا پرمخ وړل کيږي. هر ښه کار پوځ کوي او هر ځای له راحيل شريفه د مننې ټکي تر سترګو کيږي. نو که چيرې پوځ دومره کنټرول وي بيا خو د ترهګرۍ پر ضد د قامي اېکشن پلان د ناکامۍ مسوليت هم د پوځ دی. د لشکر طيبه په شان يو شمېر داسې ناقانونه ګرځول شوې ډلې شته چې د پوځ سټراټيجيک ملګري دي او پر هغوی د لاس پورته کولو اجازه نشته. نو په داسې حالاتو کې ټول مسوليت د سياستدانانو پر اوږو اچول سمه خبره نه ده.))

په پاکستان کې يو شمېر شنونکي په دې اند دي، دا لومړی ځل نه دی چې پوځ په ډاګه پر ولسي حکومت نيوکه کړې او ځان يې تر هغه ښه وړاندې کړی دی بلکې تر دې وړاندې هم پوځ وخت په وخت په ولس کې ځان د يوې خپلواکې ادارې په توګه د ښه معرفي کولو هڅې کړي دي.

XS
SM
MD
LG