د لاسرسي ځای

تازه خبر

"وزیر اعظم نواز شریف د فاټا پر ولس ملنډې وهي"


د ال فاټا سیاسي اتحاد مشر اخونزاده چټان مشال راډیو ته وویل چې له دې کمېټۍ داسې ښکاري چې حکومت د قبایلي سیمو د مسلو په حل کې سنجیده نه دی.

فاټا اصلاحاتو لپاره د وزیراعظم نوازشریف پر جوړه کړل شوې کمېټۍد ال فاټا سیاسي اتحاد او د فاټا لایرز فورم سربېره نورو یو شمېر قبایلي مشرانو اعتراض کړی دی او وايي، چې دا قبایلي ولس پسې یوه ملنډه ده ځکه چې په دې کې یې هېڅ یو قبایلي تن نه دی اخیستی.

خو بل پلو د فاټا پارلیمان غړیو وینا ده چې د فاټا لپاره په فیصلو کې به کمېټۍ له دوی څخه سلا اخلي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د فاټا لایرز فورم او د فاټا سیاسي اتحاد غړو وویل چې دوی ته په هېڅ توګه د وزیراعظم نوازشریف لخوا د فاټا اصلاحاتو کمیټۍ منظوره نه ده ځکه چې په دې کې یو قبایلي مشر هم نه دی شامل کړل شوی.

د ال فاټا سیاسي اتحاد مشر اخونزاده چټان مشال راډیو ته وویل چې له دې کمېټۍداسې ښکاري چې حکومت د قبایلي سیمو د مسلو په حل کې سنجیده نه دی.

نوموړي زیاته کړه (( دا له قبایلو سره یوه ټوکه ده او دا کمیټي موږ رد کړې ده ځکه که د پښتونخوا نه یې هم په دې څوک اخستی وی نو بیا به هم موږ ته منظوره وي. زموږ په پښتونخوا کې ډېر ښه ښه مشران شته لکه اسفندیارولي خان دی افتاب شیرپاو دی او مولانا فضل رحمان او سراج الحق هم شته دی نو پکار وه چې له دوی یې یو مشر پکې اخیستی وی نو بیا به هم موږ ته منظوره وي نو په دې باندې موږ ته د حکومت او په خصوصي توګه د خېبر پښتونخوا د ګورنر په کردار باندې ډېر افسوس دی او موږ ته په هېڅ جوړ دا کمیټۍ نه منو )))

هم دا شان فاټا لایرز فورم مشر او وکیل اعجاز مومند وویل چې دوی ته مالومه شوې چې حکومت فاټا کونسل جوړول غواړي کوم چې په یو قانون هم دوی ته نه دی منظور.

د نوموړي په وینا چې دوی به د دې کمېټۍاو د حکومت د دې فیصلې پر ضد خپل احتجاج جاري ساتي:

«د سرتاج عزیز په دې کمېټۍکې اخر څه تعلق دی؟ هغه خو د پنجاب سړې دی د پنجاب د اسټېبلیشمېنټ کس دی نو د دې کمېټۍد نتیجې راتلو نه مخکې موږ ته د نتیجې پته ولګیده. موږ بیا بیا دا چیغې وهو، پنجاب نه غواړي چې دا پښتانه یو شي او د قبایلي سیمو حثیت بدل شي خو دا ښه وشو چې دا کمیټۍ زموږ د ۱۶ م نومبر تر احتجاج مخکې اعلان شوه نو اوس به زموږ د ۱۶ نومبر احتجاج نور هم په شدت سره وي او دغه احتجاجي سلسله به موږ شورو کوو. نو زه وایم له دې کمېټۍسره موږ بېخي متفق نه یو، ځکه چې په دې کې نه د فاټا کسان شته او نه پکې د سیاسي ګوندونو کسان شته دا خو ټول د پنجاب د اسټبلشمنټ خلک دي او هغوي به د فاټا دا حثیت بحال ساتي او په نتیجه کې به ئ قبایلیو ته فاټا کونسل ورکوي کوم چې په هیڅ جوړ موږ ته نه دې منظور»

د ذکر ده چې په دا وروستیو کې د فاټا پارلیمان غړیو د قبایلي سیمو د ایني حثیت بدلون په اړه په قامي اسمبلۍ کې یو بل جمع کړی هم دی چې پکې ویل شوي، قبایلي سیمې دې په خیبرپښتونخوا کې شاملې کړل شي.

خو د فاټا سیاسي اتحاد او فاټا لائرز فورم غړي وايي، حکومت اراده لري چې فاټا ته یو کونسل ورکړي کله چې مشال راډیو په ‌دې اړه په قامي اسمبلۍ کې د فاټا پارلیماني مشر ډاکټر غازي ګلاب جمال نه وپوښتل نو هغه وویل چې کمیټۍ به هغه فیصله کوي چې د دوی خوښه وي.

نوموړي زیاته کړه:

«دا کمیټي زموږ په غوښتنه جوړه کړل شوې ده او په دې کې زه فریق یم نو څنګه به پکې زه شاملېږم. نو په دې کې چې کومه هم فیصله کېږي نو هغه به زموږ په خوښه کیږي نو موږ حکومت ته ویلي دي چې دا کار کول دي نو اوس هغوی دا کمیټۍ جوړه کړې ده او کار به زموږ په خوښه کوي»

د یادونې وړ ده چې د تېر اتوار په ماسخوتن ناوخته وزیر اعظم نواز شریف یوه پنځه کسیزه فاټا اصلاحاتي کمیټۍ اعلان کړه چې پکې د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز، د سیفران وفاقي وزیر عبدالقادر بلوچ، د خېبر پښتونخوا ګورنر سردار مهتاب احمد خان، د قامي سلامتۍ لپاره د وزیراعظم سلاکار ناصرجنجوعه او د قانون پخوانی وزیر زاهد حامد شامل دي.

دغه کمېټۍ به د قبایلي سیمو په اړه خپلې سپارښتنې وزیراعظم ته وړاندې کوي چې څنګه به فاټا په قامي بهیر کې شاملې کړل شي.

XS
SM
MD
LG