افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي په زابل ولایت کې له ملکي وګړو څخه د سرونو پرې کول د هیواد د دښمنانو د زلت او ماتې نښه ده.
ارګ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر غني په زابل ولایت کې د اووه تنو افغان ولسي وګړو وژل کیدل چې ښځې او ماشومان هم پکې ول په کلکو ټکو غندلي دي.
جمهور رئیس غني ویلي چې د عامو وګړو په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو وژل په هیڅ دین او قانون کې توجیه نه لري.
جمهور رئیس د دې پیښې د عاملینو د مجازاتو او د قربانیانو کورنیو سره د خواخوږۍ په خاطر نن فوق العاده امنیتي غونډه جوړوي.
دغه ۷ ملکي مسافر چې هزاره قوم پورې اړوند وو څه باندې یوه میاشت مخکې له غزني څخه تښتول شوي او د داعش ډلې له خوا په زابل کې وژل شوي دي.