د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د سولې په راوستلو کې د چین ونډه مهمه ده”


د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني وايي چین او د افغانستان نور ستراتېژیک هیوادونه باید لومړی د افغانستان او پاکستان تر منځ او بیا د سیمه ییزې پایښتي سولې لپاره ګډ او دوامدار اقدامات وکړي.

د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني وايي چین او د افغانستان نور ستراتېژیک هیوادونه باید لومړی د افغانستان او پاکستان تر منځ او بیا د سیمه ییزې پایښتي سولې لپاره ګډ او دوامدار اقدامات وکړي.

ښاغلي غني د سه شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان او چین د اړیکو د شپېتمې کلیزې په مناسبت په جوړې شوې غونډه کې وویل چې چین د سیمه ییز ثبات په برخه کې ستراتېیک شریک او په افغانستان کې د سولې د راوستلو لامل دی.

((موږ د چین او خپلو ستراتېژیکو همکارانو لکه امریکا، اروپا، استرالیا او کانادا همکاریو ته په یوه سترګه ګورو چې ټول له یو بل سره په ګډه د یوې پايېښتې سولې لپاره لومړی د افغانستان او پاکستان تر منځ د دوو خپلواکو هیوادو د مساواتو له مخې او بیا د سیمې د سولې لپاره مشترک او دوامدار اقدامات وکړو.))

ښاغلي غني دغه شان وویل له بده مرغه افغانستان او چین چې سولې ته ژمن دي د سیمه ییز او نړیوال ترویزم له ګواښ سره مخ دي.

د افغانستان او چین د اړیکو شپیتم کال پوره شو او له همدې امله د چین د ولسمشر مرستیال کابل ته راغلی دی.

په دغه کتنه کې د افغان او چیني چارواکو تر منځ درې تفاهم لیکونه هم لاسلیک شول.

دغه درې تفاهم لیکونه د کابل په څلور دروازو کې د چاودېدونکو موادو د کشف د ماشینونو نصب د پوهنې له انستیوت سره د تخنیکي همکاریو او د ۷۹ ملیونو ډالرو په ارزښت د استوګنې د لسو زرو کورونو جوړول دي.

په ورته وخت کې د چین د جمهور ریس مرستیال لي یوان چاو وايي دوی هیله لري چې هر څومره ژر چې کېږي افغانستان ته سوله راشي.

(( موږ د افغانستان د وضیعت د ښه کېدلو غوښتونکي یو، چین د افغانستان په مشرۍ د سولې له پروسې او له ګوانډیو هیوادونو سره یې د اړیکو په ښه کولو کې له دغه هیواده ملاتړ کوي، چې به اوس او په راتلونکي کې د افغاتنستان یو ملګری او د اعتماد وړ هیواد وي، او مونږ هیله لرو چې په دغه هیواد کې ژر تر ژره یوه پایښتي سوله ټینګه شي.))

په ورته وخت کې یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي چې، چین د نړۍ له پیاوړ هیوادونو څخه دی او له پاکستان سره هم نېږدې اړیکي لري او کولای شي پاکستان دې ته اړ کړي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې رېښتینې همکاري وکړي.

افغانستان ته د چین د جمهور ریس د مرستیال سفر په داسې حال کې کېږي چې د کابل او اسلام اباد تر منځ اړیکي خړ پړ شوي د طالبانو سره د سولې خبرې هم ځنډېدلي دي.

بل خو افغانستان هڅه کوي چې د امریکا او ناټو تر څنګ د چین او روسیې په شان د سیمې د هیوادونو پوخي او اقتصادي مرستې هم راجلب کړي.

XS
SM
MD
LG