د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرتاج عزیز: په افغانستان کې امن په خبرو ممکن دی


سرتاج عزیز وايي، پاکستان تل د افغانانو په مشرۍ کې د مذاکراتي عمل حمایت کړی دی او هېواد یې د سيمې سلامتي ډاډمنولو لپاره د هر ډول ترهګرۍ پای غواړي.

د پاکستان وزيراعظم بهرنیو چارو سلا كار سرتاج عزيز وايي، پاكستان په افغانستان کې امن غواړي، خو دا یوازې د خبرواترو له لارې ممکنېدای شي.نوموړی زیاتوي كه افغان حكومت او د طالبان مشرتابه خبرواترو ته کېنستل غواړي نو پاكستان یې هر ډول مرستې لپاره تیار دی.

د ګل په ورځ په اسلام اباد کې مطبوعاتو سره په خبرو کې د وزيراعظم د بهرنو چارو سلا كار سرتاج عزیز وویل چې د مذاکراتي عمل یو فریق افغانستان حکومت دی او بل طالبان نو دواړو ډلو ته د مذاکرات کامیابولو لپاره ماحول ښه جوړول پکار دی.

د ذکر ده چی د تیرې میاشتې په لسمه نېټه د پاکستان وزیراعظم نواز شریف هم ویلي ول چې د افغان دولت او طالبانو ترمینځه د سولې خبرو د بیا شورو کولو لپاره یې هڅې پیل کړې دي او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو تر دویم پړاووړاندې د افغان طالبانو د پخواني مشر د مړينې راپورونو خپرولو د سولې پر مذاکراتو منفي اغېز کړى دی.

د پاکستان چارواکو لخوا دا بیانونه چې افغان حکومت او طالبانو ترمینځه مذاکراتي عمل بیا شورو کولو کې کردار ادا کولو ته تیار دی. د بي بي سي خبریال هارون رشید وايي چې افغان حکومت پاکستان ته ځینې شرطونه ایښي دي چې پکې تر ټولو اول د حقاني شبکې پرضد عملیات دي نو افغانستان ګڼي چې ترڅو پاکستان د طالبانو پرضد یو څرګنده کارروايي ونکړي نو د مذاکراتو هېڅ ګټه نشته.

د یادونې ده چې د روان کال په جولايي میاشت کې د افغان دولت او طالبانو ترمینځه د مذاکراتو لومړی پړاو له اسلام اباد سره نزدې په مري کې ترسره شوی وو.

XS
SM
MD
LG