د لاسرسي ځای

تازه خبر

مبارز سیاستوال افضل خان لالا سوات کې خاورو ته وسپارل شو


د خان لالا جنازه
د خان لالا جنازه

پښتون مبارز مشر افضل خان لالا د یکشنبې په ورځ د سوات په بره درشخېله سیمه کې خاورو ته وسپارل شو. نوموړي په هم دې سهار د راولپنډۍ په یو روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله سا ورکړې وه.

په جنازه کې یې د عوامي نیشنل ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند ، تحریک انصاف، پاکستان پیپلز ګوند او ځینو نورو ګوندونو غړو او قومي مشرانو ګډون وکړو. همدارنګه د پوځ یو شمیر مشران هم هلته موجود وو.

د خان لالا جنازه
د خان لالا جنازه

د مشال راډیو خبریال نیاز احمدخان چې د خان د جنازې په مراسمو کې یې ګډون کړی وايي په زرګونو خلکو د دغه سپین روبي سیاست وال وروستی دیدار وکړ او د جنازې په مانځه کې یې هم برخه واخیستله. د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیارولي خان او دهمدغه ګوند یو بل مشر حاجي غلام احمد بلور هم سوات ته ورغلي وو.

په جلال اباد کې د مشال راډیو خبریال بازمحمد عابد وايي ، د افضل خان لالا په مړینه په لره بره پښتونخوا کې خلکو خپګان ښکاره کړی دی.د نوموړي مړینې په ننګرهار کې هم فرهنګيان او قلموال غجمن کړي دي.

د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رييس اورنګ صميم افضل خان لالا په سياسي، فرهنګي او ټولنیز ډګر کې د يوه لارښود مشر په څير یاد کړ او ويې ويل چې د هغه مړینه به تر ډيره جبران نه شي.

(( افضل خان لالا هم سياسي مبارزې کړي او هم يې فرهنګي. ځکه دی هغه لوی شخصیت و چې د پښتون قام د سربلندۍ لپاره يې لوی لوی سيمینارونه جوړ کړي وو، همدغه شان نشرات يې لرل، کتابونه يې چاپ کړي دي. د هغه ژوند ډير اړخونه لرل او په خپل چاپيریال کې يې ډیر څه رانغښتي وو چې هغه د سیاسیت له دایرې هم بیرون نه وو، د فرهنګ له دايرې هم بیرون نه وو او د اجتماعيت نه هم بيرون نه وو. دی یو جرګه مار شخصیت و، يو قومي ليډر و او ډير لوی لوی مصفات د ده په وجود کې راټول وو، زه فکر کوم چې داسې يو شخصیت او داسې يوه څيره دریغه که تر ډيره پورې موږ ومومو.))

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد محمد داود وفا وايي چې افضل خان لالا د پښتون قام د يو والي لپاره اوږده کلونه مبارزه کړې او په دې لاره کې يې د هيڅ ډول ستونزو پروا نه ده ساتلې.

(( افضل خان لالا د پښتنو د قومي وحدت کلک پلوي و، لر او بر پښتانه د ده په وفات باندې د زړه له کومې غمجن دی. هغه د پښتنو د یووالي لپاره نیمه پيړۍ هلې ځلې کړي دي، هڅې يې کړي دي او په دې لاره کې يې د بنديزونو، ستونزو او حتی د جیلونو پروانه نه ده ساتلې. افضل خان لالا په قامي مشرانو کې د ستوري حیثيت لري، خدای دې وکړي چې د ده د فکر ملګري د ده ارمانونه ژوندي وساتي او د دې لپاره هغه څه چې په کار دي هماغسې مبارزه وکړي.))

افغان انخورګر حمدالله ارباب چې د لر او بر پښتنو د یو والي لپاره د خپل هنر له لارې مبارزه کوي، د افضل خان لالا مړينې غجمن کړی، نوموړي مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( افضل خان لالا یو له هغو پښتنو مشرانو نه و چې باچا خان بابا سره له ځوانۍ نه په مبارزه کې شامل و، د عدم تشدد، د پښتون د تعلیم، د خیر ښیګڼې او د ولسونو د يو ځای کولو په مبارزه کې . د افضل خان لالا تشه به په مشکله سره ډکه شي، ځکه چې دا اوس چې کوم فکري بدلون منفي لوري ته روان دی، زموږ لپاره دا یو لوی چلینج دی. خاصکر د پښتنو لپاره. ځکه هغه به تل په خپلو خبرو کې دا ذکر کولو چې د پيرنګيانو له وخته دا دسیسه جوړه شو چې پښتون قام په څو برخو وويشل شو، د دغه وجود د راټولو لپاره هغه ډيرې هلې ځلې وکړې او دغه فکر يې موږ ته پريښی دی. او موږ نوی نسل باید دا کوشش وساتو چې کوم فکر ته چې افضل خان کار کولو، هغې ته به عملي جامه اغوندو.))

افضل خان لالا په ۱۹۲۶ م کال کې په سوات کې زیږیدلی و او د ۲۰۱۵م کال د نومبر په لومړۍ نيټه يې د ۸۹ کلونو په عمر د دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړي.

XS
SM
MD
LG