- لیکوال/لیکواله منور شاه
د اېن ډي اېم اې ویاند احمد کمال پر نهه یا سې شنبې مشال راډيو ته وویل:
په زلزله کې له ۱۶۰۰ څخه زیات کسان ژوبل دي او دا چې پکې تر ټولو زیات زیان خیبر پښتونخوا صوبې ته رسېدلی دی.
- لیکوال/لیکواله منور شاه
په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي یا قدرتي افتونو انتظام اداره وايي، یوازې په هغې صوبه کې لږ تر لږه ۱۸۴ کسان وژل شوي دي.
- لیکوال/لیکواله پامیر ساحل
هلته په افغانستان کې د طبیعي پېښو انتظام وزارت وايي، په هغه هېواد کې په پرونۍ زلزله کې شاوخوا ۸۰ کسان وژل شوي او ۲۶۸ ټپیان دي.
د زلزلې مرکز د بدخشان له فیض اباده شاوخوا ۷۶ کیلیومیټره جنوب لوري ته وو او هلته لا چارواکي نه دي رسېدلي نو هلته د تاوان سم اټکل نشي کولای خو د طبیعي پېښو پر وړاندې د غبرګون وزیر ویس برمک مشال راډیو ته وویل: ((پرونۍ زلزلې بدخشان، تخار، کندوز، ننګرهار، لغمان، نورستان او کونړ ولایتونه زښت ځپلي دي.))
- لیکوال/لیکواله پامیر ساحل
د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخېل وايي، په هغه ولایت کې زلزلې ۶۲ کسان وژلي او څه باندې ۷۰ یې ټپي کړي دي.