د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان او افغانستان کې د زلزلې شېبه په شېبه راپور

زلزلې په افغانستان او پاکستان کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله ور په برخه کړې ده

په سوات کې د زلزلې له کبله اته کسان وژل شوي او څه باندې سل کسان ژوبل دي. په سوات کې د مشال راډيو خبريال وايي د ژوبل کسانو شمېر دومره زيات دي چې د سوات په مرکزي روغتون کې دوه دوه او درې درې کسان په يو کټ پرته دي. همداراز باجوړ کې پوليټکل او اسپتال چارواکي وايي اته کسان مړه شوي او څه باندې اويا ژوبل دي چې زياتره په کې ماشومان او ميرمنې دي .

په پېښور کې د مشال راډيو خبريال وايي د پېښور ليډي ريډڼګ اسپتال ته ۵۰ ژوبل کسان د ښار مختلفو برخو نه وروړل شوي دي.

د امريکا د جيولاجېکل سروې له مخې د زلزلې مرکز د افغانستان په شمال مشرقي برخو کې دی . د پاکستان د موسمياتو چارواکي په هيواد دننه د زلزلې شدت په ريکټر سکيل ۸.۱ ښيي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG