د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان او افغانستان کې د زلزلې شېبه په شېبه راپور

زلزلې په افغانستان او پاکستان کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله ور په برخه کړې ده

تر زلزلې وروسته د ننګرهار، سوات او پېښور په روغتونونو کې بیړنی حالت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:48 0:00

د ننګرهار روغتون له زلزلې وروسته
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:00 0:00

تر زلزلې وروسته د ننګرهار روغتون. دا ویډیو د امریکا غږ راډیو جوړه کړې.

د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته چې په ننګرهار د سختې زلزلې څپې راغلې وې، چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې يې ۸ تنه مړه کړي او ۷۸ تنه يې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې دا لا معلومه نه ده چې په مړو او ټپیانو کې څومره ماشومان او ښخې شاملې دي، خو وايي چې امکان دې ولري چې د مړو او ټپیانو په شمير کې زیاتوالی راشي.

نوموړي وويل: (( د زلزلې له امله تر دې دمه موږ ته ۷۸ تنه ټپیان راوړل شوي او اته تنه شهیدان دي. موږ د ولسوالۍ په سطحه هم ټپیان لرو، په خوګيانو، سرخرود، ګوشته، کامه او په ټولو ولسواليو کې ټپیان لرو. کیدای شي دا ارقام د شپې تر ناوخته زیات شي، ځکه چې يو شمير ولسواليو سره لا ټيلفوني اړيکي نه نیول کيږي.))

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا مرکزي روغتون ته په سلګونو ځوانان راغلي ول چې خپله وینه ټپیانو ته عطیه کړي.

د مرکزي روغتون د وینې د بانک یو تن مسوول ډاکټرسلیمان مشال راډيو سره په خبرو کې وويل: ((ډیر زیات ځوانان راغلل، چې له ځینو مو وینه واخيسته او له ځینو مو د ټلفون شميرې واخيستې چې په اینده کې يې راوغواړو، تقربیاً تر درې سوه پورې ځوانان راغلل او موږ د اویا اتیاوو نه وینه واخیسته، او نورو نه مو نمبرې واخیستې چې اینده ته يې راوغواړو.))

یو تن ځوان خپله وینه يې ورکړې وه، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل: (( زما نوم سلیم دی او د جلال اباد د ښار اوسېدونکی یم. کله چې خبر شوو چې موږ په ټلویزیون کې وکتل چې زخمیان ډیر زیات دی، پینځه ویشت دیرش کسان وو، په ډله راغلو چې د خپلو وطنوالو خدمت وکړو او وینه ورته وکړو.))

بلخوا د لغمان ولایت مطبوعاتي دفتر نه په يوه جاري شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه ولایت کې د زلزلې له امله څلور تنه مړه شوي او نهه تنه ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې زلزلې په بیلابیلو ولسواليو کې ۳۲ کورونه هم زیانمن کړي او د کونړ ولایت د والي ویاند غبدالغني مصمم مشال راډيو ته وويل چې په یاد ولایت کې د زلزلې له امله يو تن په حق رسيدلی او ۳۱ تنه يې ټپیان کړي دي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG