- لیکوال/لیکواله پامیر ساحل
د زلزلې په اړه د ازادۍ راډیو اسد الله لودین وروستۍ رپورټ لاندې ولولئ:
په افغانستان کې له یوې پياوړې زلزلې دوه ساعته وروسته اجراییه رییس عبدالله عبدالله بیړنۍ غونډه جوړه کړه او اړوندو ادارو ته یې لارښونه وکړه چې زیانمنو شوو کسانو ته د مرستو پلانونه ترتیب کړي.
عبدالله عبدالله وویل چې دغه زلزله د ټول هېواد په کچه ځاني او مالي زیانونه لري او یوازې یې په تخار ولایت کې یوولس د ښونځي ماشومان وژلي دي.
ښاغلي عبدالله په دې بیړنۍ غونډه کې وویل چې د افغانستان دا زلزله بې سارې وه او د دې اړتیا شته چې زیانونو او زیانمنو شوو ته یې د رسیده ګۍ په هدف په ملي کچه خلک همغږي او اقدام وکړي.
((که څه هم د زلزلې ساحه تر ډیره په یوشمېر ولایتونو متمرکزه وه؛ خو د دې اړتیا شته چې په ملي کچه اقدام وشي؛ ځکه زلزله د ټول هېواد په کچه احساس شوې ده؛ موږ دا بیړنۍ غونډه جوړه کړه تر څو د وضعیت څرنګوالي وڅیړو، مونږ به د بیړنیو مرستو په رسولو او بیړنو اقداماتو چې باید وشي خبرې وکړو.))
تراوسه د بېړنیو حالاتو کمیټې د دې زلزلې د مرګ ژوبلې په اړه دقیق ارقام نه دي ورکړي؛ خو په ځینو راپورونو کې د وژل شوو کسانو شمېر اتیا تنه ښودل شوی دی.
د ازادي راډيو د خبریالانو د معلوماتو له مخې دې زلزلې په ننګرهار کې نهه کسان وژلي او اته اویا نور یې ټپیان کړي دي.
دغه راز په کونړ، بدخشان، تخار، لغمان، پنجشیر، بغلان او یوشمېر نورو ولایتونو کې هم دې زلزلې لسګونه کورونه وران کړي او دا امکان شته چې ډېر خلک به تر خاورو لاندې شوي وي.
د طبیعي پیښو په وړاندې د مبارزې په برخه کې د دولت وزیر ویس برمک ازادي راډیو ته وویل چې د زلزلې د زیانونو په اړه دوی څیړنې پيل کړي او اړو کسانو ته به هر څومره ژر چې امکان وي مرستې ورسوي.
د افغانستان زلزلې په مرکز کابل او یوشمیر ولایتونو کې د بريښنا مزې پرې کړي او مخابراتي سیستم یې هم له ستونزو سره مخ کړی دی.
د ساختماني چارو څيړونکي وایي چې د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې اکثره کورونه داسې جوړ شوي چې د زلزلې په وړاندې یې مقاومت کم وي.
له بیلابیلو ولایتونو څخه خلکو ازادي راډیو ته په راستول شوو پيغامونو کې ویلي چې زلزلې ګڼ خلک زیانمن کړي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دا چې افغان حکومت او اړوندې ادارې به وکولای شي په وخت د زلزلې زیانمنو شوو کسانو ته رسیده ګي وکړي؟ دا به وروسته په ډاګه شي.
- لیکوال/لیکواله پامیر ساحل
ځمکپوه ډاکتر عاصم یوسفزی وايي، تر زلزلې وروسته هم د وړو زلزلو راتګ امکان وي نو خلک دې په هغو ودانیو کې دننه نه پاتې کېږي چې پکې درزونه راغلي وي.