- لیکوال/لیکواله ریاض موسا خېل
د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر مشاور مشتاق غني وايي، په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې تر اوسه ورته د شاوخوا ۱۰۰ کسان وژل شوي دي. دی وايي، زلزلې تر ټولو زیات تاوان ملاکنډ ډېوېژن ته رسولی دی.
خو د خیبر پښتونخوا ګورنر مهتاب خان عباسي وايي، په قبایلو او پښتونخوا کې شاوخوا ۷۰ کسان وژل شوي دي.
Unconfirmed reports from Shangla, Malakand division suggest over a dozen people dead, many houses damaged in the #earthquake
— Daud Khattak (@DaudKhattak1) ۲۶.۱۰.۲۰۱۵
- لیکوال/لیکواله طارق اورکزی
په کواټ کې په زلزله کې ځېنې کورونو او ودانیو ته تاوان رسېدلی دی. چارواکي وايي، په کواټ ښار کې تر اوسه ۱۴ کسان ژوبل دي.
په کورمه کې پینځه کسان ژوبل شوي دي.
- لیکوال/لیکواله نیاز احمد خان
تازه خبر (لا د خبر جزییات یا تفصیل چارواکو نه دی تایید کړی): د زلزلې له کبله په شانګله ۱۷ کسان وژل شوي دي. رپورټونه وايي، په سیمه کې ځېنې کلي ړنګ شوي دي.