د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان او افغانستان کې د زلزلې شېبه په شېبه راپور

زلزلې په افغانستان او پاکستان کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله ور په برخه کړې ده

غیر رسمي اټکلونه وايي چې په خیبر پښتونخوا کې د زلزلې له کبله شاوخوا ۱۹ کسان وژل شوي او له ۴۰۰ زیات ژوبل دي.

د خیبر پښتونخوا د پېښور په پوهنتون کې د طبیعي ناورینونو څانګې استاد ډاکتر امین نواز خان وايي، د اکتوبر د ۲۶مې تر زلزلې وروسته د وړو زلزلو راتګ وېره هم ده. دی وايي، داسې ښکاري چې زلزلې به زیات تاوان خیبر پښتونخوا او د افغانستان په شمال ختیځ کې پرتو سیمو ته اړولې وي ځکه چې مرکز یې د هندوکش په غرونو کې وو. له نوموړي سره پوره مرکه دلته واورئ.

پوهاند ډاکتر امین نواز وايي، زلزلې به پښتونخوا ته زیات زیان اړولی وي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:41 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

يوې زورورې زلزلې چې مرکز يې په بدخشان کې ښودل شوى نن له غرمې وروسته د کابل په ګډون د هېواد ډېرې برخې سختې ولړزولې.

د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د دولت د وزیر ویس برمک له مشال راډيو سره په خبرو کې یوازې د لسو ماشومانو د وژل کېدو خبر تایید کړ.

خو د ننګرهار د عامې روغتیا رییس نجیب الله کاموال مشال راډيو ته وویل چې دوی ته تر اوسه د شپږ کسانو جسدونه او ۶۹ زخمیان انتقال شوي.

له بلې خوا د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور وویل چې د ښار اړوند په بي بي هاجرې لېسې کې د ودانۍ د نړیدو له امله ۱۲ زده کوونکي وژل شوي او ۳۰ دټپیان دي.

نوموړي وویل چې د تخار په یو شمیر نورو ولسوالیو کې لس نور کسان هم ټپیان شوې دي.

د زلزلې شدت د رېښتر په ۷،۷ ښودل شوی.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG