د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: په جیکب اباد کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۸ کسان وژلي


پاکستان: په جیکب اباد کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۸ کسان وژلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:14 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

اسلام اباد: د پاکستان د سند صوبې په جېکب اباد کې یو ځانمرګي برید د اتو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه اتلس کسان وژلي دي. چارواکي وايي چې دا ځانمرګی برید د جمعې په ماښام د جیکب اباد پر کوټه سړک د نهم محرم پر ماتمي جلوس شوی دی. تر برید وروسته په جېکب اباد او کراچۍ کې مظاهرې هم شوې دي. د جېکب آباد د پوليسو يوه چارواکي غلام مرتضی نن مشال راډيو ته وويل چې پرون ماښام د شعیه ګانو جلوس تر لاشاري محله تېريدی چې ځانمرګي بريد ورباندې وشو. د سیند صوبې د صحت صوبايي وزير ممتاز جهاکراني خبري رسنیو ته وویل چې په جېکب اباد کې تر ځانمرګي بريد وروسته د زرګونو خلکو په مظاهرو کې له پوليس او روغتيايي چارواکو سره نښتې هم شوې دي. مجلس وحدت المسليمين هم په ټول ملک کې د عاشورې په جلوسونو کې د احتجاج کولو علان کړی. د سږ کال په محرم کې دا دویمه خونړۍ پېښه ده. تر دې وړاندې د بلوچستان د کچي ضلعې د تحصیل باګ په چيلګري سیمې په يوه ځانمرګي برید کې يوولس تنه وژل شوي او لس نور ژوبل شوي وو. باګ تحصیل چې د کوټې جنوب ختیځ لور ته د شاوخوا درې سوه کیلومیترۍ په واټن پروت دی، په کې دا ځانمرګی برید د جمعرات په ماښام شوی. په دې اړه د محمد عمران رپوټ دلته واورئ

XS
SM
MD
LG