د لاسرسي ځای

تازه خبر

”هسې مې له ژوند سره خواري وکړه“


سندر غاړې وږمه په روغتون له سرطان رنځه تر درملنې لاندې ده
سندر غاړې وږمه په روغتون له سرطان رنځه تر درملنې لاندې ده

وږمه له آره د خيبر پښتونخوا صوابۍ سيمې اوسېدنکې ده، خو د خپل هنري ژوند پر مخ وړلو لپاره له پخوا راهيسې په پېښور کې دېره ده.

د پښتو خوږ غږې سندرغاړې وږمې نزدې ٢٨ کاله د پښتو هنري ډګر کې د خپلو مينه والو پر زړونو باچايي پیل کړې او د هغوى زړونه او ذهنونه يې پخپل مترنم و زړه راښکونکي غږ تازه ساتلي دي.

د وږمې سلګونه کېسټې مارکېټ ته راغلي او د خپل زړه راښکونکي او دړدوونکي غږ له امله يې د هنر ميدان ته له راوتو وروسته په ډېر لږ وخت کې په لرې او برې پښتونخوا کې زرګونه مينه وال پيدا کړل.

وږمه دا مهال د سرطان له مرګوني رنځه کړېږي او د پېښور په لېډي ريډینګ روغتون کې تر درملنې لاندې ده، چې هره ورځ يې لسګونه مينه وال پوښتنې ته ورځي.

رنځورې وږمې چې په ډېر ژړغوني غږ يې خبرې کولې، ازادي راډيو ته وويل، چې تر دې دمه يې ورسره د سندرغاړو له ډلې څخه يواځې نازيه اقبال او نغمې پوښتنه کړې او لږ څه مالي مرسته يې هم ورسره کړې ده:

(( زما [سندرغاړو] ملګرو کې نازيه اقبال راغلې وه، نغمې خور مې له اسلام اباده پوښتنه وکړه، شل زره روپۍ يې راولېږلې، نازيه اقبال هم دلته شل زره روپۍ راکړې. زما په ارټسټانو کې يواځې دوى دواړو پوښتنه کړې.))

وږمې همداراز دا شکايت هم وکړ، چې پخوا به ورته د ميوزک سنټرو مالکانو د کېسټ ثبتولو لپاره سوال زارۍ کولې، خو اوس چې ناروغه شو ې، نو له هغې ډلې يې يوه هم پوښتنه نه ده کړې.

نوموړې وايي، دغو خلکو به مې يواځې هغه وخت پوښتنه کوله، چې ضرورت يې راته لاره. اوس چې رنځوره ده، هېڅ يو مې خبر نه اخلي:

(( نو بس هغوى هغه وخت زما پوښتنه کوله، چې خپل ضرورت يې و، کېسټ به يې ريکارډ کولو. اوس هغوى زما پوښتنه نه کوي، چې نه يې کوي، نو زه خو ورته حېرانه نه يمه. د هغوى به خپل ضرورت و او د ميوک سنټرو والا به خپل ضد بازي وه، چې يو به يو کيسټ کاوه، نو بل به راوچت شو، چې زه دوه کوم، درې کوم. ما ورته وويل، چې څلور وکړئ، خو ماته روپۍ راکړئ.

هغه وخت زه د هغوى وږمه وم، خو اوس زما څوک تپوس نه کوي.))

وږمې په لرې اوبرې پښتونخوا کې پر خپلو مينه والو غږ وکړ، چې د روغتيا لپاره يې د لوى څښتن دربار ته د دعا لاسونه لپه کړي:

(( زما پښتنو ته دا پېغام دى، چې هغوى دې ماته دعا کوي، په دعا کې مې دې يادوي، چې ماته خداى صحت او روغه سټه راکړي او زه به هغوى ته دعا کوم، چې خداى پاک دې هغوى کامياب او خوشحاله لري. بس همدا زما پېغام دى.))

د وږمې خاوند لياقت خان، چې د هغې د ناروغۍ په بهير کې له وږمې سره په روغتون کې وي، له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، چې تر دې دمه يې د خپل کمزوري کورني اقتصاد سربېره د وږمې د وژونکي ناروغۍ درملنه پخپله کړې.

نوموړى وايي، که څه هم د خيبر پښتونخوا دولتي چارواکيو ورته د وږمې د درملنې لپاره د ٢ لکو روپۍ چيک ورکړى او د نورې مرستې ژمنه يې کړې، خو شکايت کوي، چې تر دې دمه يې لا په خپلې ژمنې وفا نه ده کړې:

(( موږ له تېرو اتو_ نهو کالو راهيسې ډېر بد مالي حالاتو کې يو. يو خو د وږمې د کېسټو روزګار ختم شو، مالي حالات مو خراب دى، بې روزګاري دي. بيا دوى دلته درې عمليات ليکلي دي، خو د وږمې شوګر نه کنټرولېږي، چې هغه کنټرول شي، نو بيا به يې عمليات وکړو.

آ بله ورځ د خيبر پښتونخوا ايالتي منسټر صيب امجد اپريدى صيب راغلى و، هغه د وږمې پوښتنه کړه او يو دوه لکه روپيو چيک يې هم ورته ورکړو، چې تراوسه لا کېش شوى نه دى. د علاج ذمه واري اخيستې ده، خو تراوسه پورې ميډيسن دوايانې چې څومره دي، زه يې د بهر نه راوړم.

نو دعا کوم او هيله لرم، چې دوى ښېګڼه وکړي، ځکه چې وږمې د کلتور يوه ډېره غټه حصه ده. بال بچ داري مو ده او بله دا غټې او ګرانې ګرانې بيمارۍ مو په سر دي، موږ خو سوال کړى دى ورته، سوال چې ژړلي مو دي ورته.

پرون په دې هسپتال کې ډاکټرانو يو ډراپ [سيروم] وينه وليکله، چې دا وينه له بلډ بينک نه راوړه. زه بلډ بينک ته ځم، راځم، زه په دې يو ډراپ وينې پسې دومره ذليل خوار شوم، نو بيا ماته دوى وويل، چې د منسټر په وينا او د ميډيا په مخامخ په دې څه نه کېږي.))

وږمې د خپل شخصي ژوند په اړه وويل، چې شپږ ماشومان لري، څلور هلکان او دوه جينکۍ، چې يوه جينۍ پکې معذوره هم ده.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG