د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې ولسواکي پیاوړې شوې ده؟


د پاکستان قامي اسمبلۍ
د پاکستان قامي اسمبلۍ

د عوامي نېشنل پارټۍ غړې بشرا ګوهر وايي، دا مهال په پاکستان کي جمهوريت پیاوړي نه بلکې نور هم کمزوری شوی دی.

د پاکستان يوې غير دولتي اداري پلډاټ په خپله يوه تازه سروي کی دعوي کړي ده چي په تيرو دريو کلونو کي په دغه هيواد کی جمهوريت د نورو وختونو په پرتله پیاوړي شوي ده.

د قانونسازۍ او شفافیت پاکستانۍ اداره پیلډاټ په خپله یوه تازه سروې کې وايي، چې په تېرو دوو کلونو کې په پاکستان کې ولسواکي پیاوړې شوې ده. د سروې له مخې د دغه هېواد وزیر اعظم نواز شریف په ولس کې ۷۵ فیصده محبوبیت لري، د تحریک انصاف مشرعمران خان یوازې ۴۹ فیصده خو ګوند یې تش ۴۴ محبوبیت لري.

تر څو چې جمهوري حکومتونو د خپل هېواد د بې وزله ولس ستونزې نه وي هوارې کړې تر هغو یو څوک هم د جمهوريت پیاوړتیا دعوې نشي کولی
حسن عسکري

غیر سرکاري ادارې پیلډاټ خپله سروې د ۲۰۱۵م کال په جون میاشت په پاکستان کې د جمهوریت دوه کاله پوره کېدو په ترڅ کې کړې ده.

د سیاسي چارو کارپوه حسن عسکري وايي، تر څو چې جمهوري حکومتونو دخپل هېواد د بې وزله ولس ستونزې نه وي هوارې کړې تر هغو یو څوک هم د جمهوريت پیاوړتیا دعوې نشي کولی:

(( ګوره که موږ د جمهوريت بنيادي ډانچې خبره کوو نو هغه خو شته، پارلیمان هم شتون لري، منتخب وزير اعظم هم شته او حکومتداري روانه ده، او سیاسي ګوندونه هم خپل فعاليتونه کوي، خو که بیا د دا ډول جمهوريت په اړه څېړنه وکړو، د هغې کارکردګي او رول ته يې وګورو نو بیا به دا ويل ډېره ګرانه شي چې ګوندې په پاکستان کي جمهوريت پیاوړی دی))

د پاکستان واکمن مسلم ليګ نواز ګوند يو مشر شيخ روحېل اصغر دا مهال په ملک کې جمهوري ادارې د پخوا په پرتله ځکه پیاوړې بولي چې ټول سیاسي ګوندونه د پارلمان په دفاع کې په ټینګه ولاړ دي.

(( ګوره په نويمه لسيزه کي جمهوريت وو خو د هغه وخت له جمهوري حکومتونو سره بېلابېلو ادارو پټ پټوڼۍ کولی. کله به د هغه وخت ولسمشرانو منتخب حکومت ختمولو او کله به نور مداخلتونه کېدل. خو له ۲۰۰۸م کال راهيسې په ریښتوني مانا جمهوريت راغلی دی. موږ دا وکړه چې د جمهوريت دوام داره کولو کې مو پخوالی او سنجیدګي وښودله، او سیاسي مشرانو کې هم د جمهوريت په اړه ډېره ذهني پختګي راغلې ده))

دا مهال په پاکستان کي جمهوريت پیاوړي نه بلکې نور هم کمزوری شوی دی.
بشرا ګوهر

د پخواني واکمن او موجوده اپوزيشن پيپلز ګوند يو مرکزي مشر سيد نويد قمر بیا وايي، چې جمهوریت یوه ارتقايي عمل دی او له وخت سره د پوځ په ګډون به د پاکستان ټولې ادارې تر منتخیب پارلمان لاندې راشي.

((په پاکستان کې چې څنګه پخوانیو حکومتونو حکومتداري کوله هم هغسې اوسني واکداران کوي. خو جمهوریت یو ارتقايي عمل دي. په دې به وخت ولګي،کله چې د ولس منتخب حکومتونه پر ټولو ادارو مکمل کنټرول ترلاسه کړي او د هرې تګلارې په جوړولو کې ازاد وي. زه خو په دې حواله هېڅ مايوسه نه یمه او د جمهوريت پیاوړي کولو لپاره لا ډېر څه کول پکار دي))

خو د عوامي نېشنل پارټۍ یو مرکزي مشره او د پاکستان قامي اسمبلۍ پخوانۍ غړې بشرا ګوهر بیا د دغې سروې له نتيجو سره متفقه نه ښکاري او زیاتوي چې دا مهال په پاکستان کي جمهوريت پیاوړي نه بلکې نور هم کمزوری شوی دی.

((دا مهال پارليمان بلکل بې اختياره شوی دی، صوبي هم د منتخب حکومتونو په واک کې نه دي، او د راولپنډي( پوځ) برلاسيتوب پر اسلام آباد ( پارلیمان) زیات شوی دی.))

بشرا ګوهر زیاتوي، په پاکستان کې چې کله هم سیاسي حکومتونو ته موقع په لاس ورغلې ده هغوی د جمهوريت پیاوړي کولو هڅې کړې دي خو چې کله هم د (ټوپک او بوټ) په زور واک ته راتګ شوی دی جمهوريت ته زیان رسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG