د لاسرسي ځای

تازه خبر

صوابۍ کې څلور مشکوک وسله وال وژل شوي


د خېبر پښتونخوا د صوابۍ په مينې کلي کې د پوليس او مشکوکه وسله والو تر مينځ په نښته کې څلور تنه وسله وال وژل شوي دي.

د صوابۍ پوليس مشر جاويد اقبال، مشال راډيو ته وويل چې د مينې اجمير غره په سيمه کې یې د پټو مالوماتو له مخې کاروايي وکړه چې له ۱۵ تر ۲۰ پورې وسله وال سره مخامخ شول.

دی زیاتوي په نښته کې څلور وسله وال ووژل شول، اونوروتښتېدل، خو پوليس ته هېڅ ځاني زيان نه دی اوښتی.

د چارواکي په وينا له وژل شوو وسله والو درنه وسله هم د پوليس لاس ته ورغلې ده.

XS
SM
MD
LG