((مدرسې په اوسني عصر کې)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
د ځانګړو پروګرامونو په دې لړۍ کې دا ځل د پاکستان د حکومت لخوا په مدرسو کې د اصلاحاتو معرفي کولو پر موضوع بحث شوی دی.
د پاکستان اوسني مرکزي حکومت په دې هيواد کې په مدرسو کې د اصلاحاتو لپاره په اقداماتو پېل کړی دی چې مهم ټکي يې د مدرسو نومليکنه، نصاب او مالي مرستې دي.
که څه هم تر دې وړاندې هم تېرو حکومتونو په مدرسو کې د اصلاحاتو خبره کړې وه خو دا ځل حکومت په دې لړ کې د جدي تګلارې خپلولو خبره کوي.
دا خپرونه ستاسو لپاره احمدشاه اعظمي جوړه کړې ده.
خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
نښلول
شریک کړئ
په پاکستانیو مدرسو کې اصلاحات
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:12:35
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.