د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې سخته جګړه شوې


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې تیره شپه لسګونو وسله والو د یادې ولسوالۍ پر امنیتي کمربند حملې کړي اوځینX سیمي یې نیولي دي.

پر همدې مهاg د نادعلي ولسوالۍ یوې امنیتي سرچیني چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي مشال راډیو ته وویل چې د نوموړې ولسوالۍ پر امنیتي کمربند د وسله والو په حمله کې د ملي اردو څلور پوستې او ددې ولسوالۍ د « لوی مانده » سیمه د وسله والو طالبانو لاسته لویدلي دي.

سرچیني زیاته کړه چې په دې حمله کې د پولیسو د قومندان په ګډون لس پولیس هم وژل شوي دي.

پر همدې مهال د هلمند امنیه قومندان نبي جان ملاخیل مشال راډیو ته وویل چې دوی په سیمه کې عملیات پیل کړي او تر دې مهاله دوه پوستې چې طالبانو نیولې وې بیرته افغان سرتیرو نیولي دي.

ملاخیل زیاته کړه چې په سیمه کې تصفیوي عملیات روان دي او هڅه به وکړي چې پاتې سیمي هم د وسله والو مخالفینو څخه پاکې کړي.

په دې وروستیو کې طالبانو په افغانستان کې د حکومتي ځواکونو پرضد خپل بریدونه زیات کړي دي. څو اونۍ وړاندې د کندز ولایت د طالبانو لخوا نیول شوی و چې بیا بیرته حکومتي ځواکونو ونیولو. داسې راپورونه هم دي چې په غزني او ځینو نورو ولایتونو کې هم د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG