د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د پارلمان او صوبايي اسمبلیو ۲۷۲ غړي معطله شو


پاکستان: د پارلمان او صوبايي اسمبلیو ۲۷۲ غړي معطله شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:57 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

اسلام اباد: د پاکستان اليکشن کمشن د سېنټ ، قامي او صوبايي اسمبليو د ۲۷۲ غړو غړيتوب معطل کړی دی. د اليکشن کمشن يو وياند خورشيد عالم د جمعې په ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل چې د سېنټ او اسمبلیو د غړو غړیتوب له دې کبله معطل کړل شوی دی چې د خپلو شتمنیو تفصیل یې د انتخاباتو ادارې ته نه دی وړاندې کړی. خورشید عالم وویل ، د کومو کسانو چې غړیتوب معطل شوی دی په هغوی کې درې وفاقي وزيران هم شامل دي. د ده په وینا په پاتې نورو کې د سېنټ ديارلس ، د قامي اسمبلۍ دوه شپېته ، د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ يو کم څلويښت ، د سند د اسمبلۍ شپږويشت ، د پنجاب د اسمبلۍ يو سل درويشت او د بلوچستان اسمبلۍ د نهه غړي شامل دي. خورشيد عالم زياتوي چې تر هغو به دوي معطل وي او خپل کار به نه شي کولای تر څو چې يې اليکشن کمېشن ته د خپلو شتمنیو تفصیل یا خپلې ګوشوارې نه وي جمع کړې. نوموړي وویل چې د پارلمان غړي لا وړاندې په دې خبر وو چې که یې د انتخاباتو د کمېشن له اصولو سره سم د خپلو شتمنیو تفصیل وړاندې نه کړ نو غړیتوب به یې معطله کېږي. په معطل کړې شوو کې د قبايلي سيمو د پارلېمان غړي هلال رحمان، بلل رحمان، تاج محمد اپريدی، جمالدين او قيصر جمال هم شامل دي. په دې اړه نور تفصیل د ریاض موساخېل په رپوټ کې واورئ

XS
SM
MD
LG