د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې دي د مذهبي لږکیو د عبادت ځایونو امنیت باوري شي


په خیبر پښتونخوا کې دي د مذهبي لږکیو د عبادت ځایونو امنیت باوري شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:03 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

پېښور: د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د مذهبي لږکیږ – اقليتونو – يو غړي پر حکومت نيوکه کړې ده چې په بنو ښار کې د عيسويانو د چرچ يا کليسا د امنيت په ساتلو کې ناکامه شوی دی. په خیبر پښتونخوا کې د واکمن تحریک انصاف پر حکومت دا نیوکه عسکر پرویز د جمعې په ورځ د اسمبلۍ په غونډه کې کړېده. عسکر پرویز وايي ، د خیبر پښتونخوا حکومت بايد په ټوله صوبه کې د لږکيو عبادت خانو ته د ډاډ وړ امنیت ورکړي. نوموړي د اسمبلۍ په غونډه کې له وینا وروسته مشال راډیو ته وویل چې دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د خیبر پښتونخوا ټولو کلیساوو ، مندرو او ګوردوارو ساتنه دي باوري کړي. د خیبر پښتونخوا په بنو ښار کې عيسويان ادعا کوي چې پوليسو ورته ويلي چې د چرچ امنيت يې نشي ساتلی، خو په دې اړه نه پوليسو څه ويلی دي او نه هم پرون د اسمبلی په غونډه کې د صوبايي حکومت لخوا څه ځواب ورکړل شو. په دې اړه نور تفصیل د غلام غوث په رپوټ کې واورئ

XS
SM
MD
LG