د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان د خیسور خلک خپلې سیمې ته تله غواړي


د شمالي وزیرستان د خیسور خلک خپلې سیمې ته تله غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:24 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

بنو: د شمالي وزيرستان د خيسور سيمي اوسېدونکي وايي حکومت ورته ويلي چې له رزمکه نيغ په نيغه کورونو ته نشي ستنېدای بلکې لومړی دي بنو ښار ته ورشي او ځانونه دي رجسټر کړي. دا په داسې وخت کې ده چې له شمالي ورزيرستانه د پوځي عملياتو له کبله د بې کوره کړل شوو خلکو د ستنولو په بل پړاو کې دا وخت د خيسور د اوسېدونکو د تګ لړی روانه ده. دې بې کوره کړل شوو خلکو نن مشال راډیو ته وویل چې حکومت باید دوی ته اجازه ورکړي چې له رزمکه نيغ په نيغه خپلې سیمې خيسور ته ستانه شي. دوی وویل ، په رزمک کې د کډوالو په توګه که نور څه نه دي ورکړل شوي نو لږ تر لږه دا اجازه خو دي ورکړل شي چې نېغ په نېغه خپلو سیمو ته ستانه شي. خو د شمالي وزيرستان مرستيال پولیټيکل ايجنټ ظهيرالدين بابر مشال راډيو ته وویل چې د خيسور خلک له رزمکه نيغ په نيغه د ستنېدو اجازه نلري البته د د رجسټريشن لپاره بنو ښار ته په راتګ کې ورته آسنتياوې ورکولای شي. د دې موضوع تفصیل د عمردراز وزیر په رپوټ کې واورئ

XS
SM
MD
LG