د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پاکستان حکومت راسره د ورکو حاجیانو په موندلو کې مرسته نه کوي'


د پېښور یو اوسېدونکی عماد بیا له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل،په وینا چې ماما یې د منا په پېښه کې وژل شوی دی خو دوی په خپلو کوششونو هغه هم هلته خاورو ته وسپارولو

د سعودي عربستان په منا کې د حج مراسمو پر مهال د ټېل ماټېل په پېښه کې د تریتمو حاجیانو کورنۍ وايي، د پاکستان حکومت ورسره هېڅ مرسته نه کوي بلکې د خپلوخپلوانو موندلو لپاره په خپلسر هڅې کوي.

د بره دیر اوسېدونکی سلیم خان وایي، مور یې له ورور او ترونو سره د حج لپاره تللې وه خو د منا له پېښې پس یې مور ورکه ده.

«زما ورور او ترونه لږ ژوبل شوي ول خو مور مې ورکه ده. حکومت هېڅ مرسته نه کوي، اول په سفارتخانه کې څوک نه ول او چې راغلل نو له موږه یې تپوس کولو چې څنګه ستاسو تن ملاو شو او که نه؟ دوی خپله هېڅ کار نه کوي»

د پېښور یو اوسېدونکی عماد بیا له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل،په وینا چې ماما یې د منا په پېښه کې وژل شوی دی خو دوی په خپلو کوششونو هغه هم هلته خاورو ته وسپارولو، ځکه چې په لټون کې ورسره حکومت هېڅ مرسته نه ده کړې»

«چې کله د منا پېښه وشوه نو په هغه وخت زما ماما خپله ښځه ژغورله او زما د مامي په وینا چې هغه د پېښې له ځایه راووته خو بیا یې خاوند ونه لیدو چې څه شو او څه نه. حکومت هېڅ نه دي کړي او نه مرسته کوي. زموږ یو خپل چې هلته اوسېږي هغه زما د ماما اخرني مراسم وکړل»

د سعودي عرب په منا پېښه کې د پاکستانیو چارواکو په وینا د دغه ملک ۴۶ حاجیان وژل شوي ول او ۵۳ نور یې تریتم دي.

یاده دې وي چې په هغه پېښه کې د وژل شوو لپاره د پاکستان حکومت د یو تن په سر پنځه پنځه لاکه او د ژوبلو لپاره د یو تن پر سر د دوه دوه لاکو روپو اعلان کړی دی.

د پاکستان حکومت په وینا چې د حج ماموریت ترسر رسېدو پس به د متاثره کورونیو دوه یا درې کسان هم د عمرې لپاره په حکومتي خرچه استول کېږي.

د سعودي عرب د چارواکو په وینا چې په د هغه هېواد په روغتونو کې اوس هم تر یو زرو زیات ژوبل حاجیان تر درملنې لاندې دي.

د مذهبي امورو وزیر سردار یوسف وایي چې د لادرکه حاجیانو لټون روان دی او د دې لپاره د پاکستان چاوراکو سره د پاکستان ډاکټران هسپتالونو ته ځي او هلته د شته حاجیانو شناخت کوي.

د ده په وینا چې یو کم څلویښت ژوبل شوو حاجیانو کې د یو کم دیرش حاجیانو علاج شوی دی او له روغتونونوفارغ کړل شوي دي او د نورو لسو حاجیانو په مکه او جده په مختلف هسپتالونو کې علاج روان دی.

د پاکستان د مذهبي امورو وزیر زیاتوي چې د پاکستان حکومت یو خصوصي ټیليفوني مرستندویه کرښه هم د حاجیانوخپلوانو ته جوړه کړې ده چې هغوی ته ګړۍ په ګړۍ معلومات ورکړي.

XS
SM
MD
LG