د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: افغان ښونکي وايي د خپل حکومت پاملرنې ته اړتیا لري


پېښور کې افغان ښونکي
پېښور کې افغان ښونکي

په خیبر پښتونخوا کې د افغان ښونځیو مدیران وايي ، هغه حقوق چی په افغانستان کی استاذانو او زده کونکیو ته حاصل دي باید چی دوی ته هم ورکړل شي.

د خالي په ورځ په پیښور کې د افغانان ښونځیو د مدیرانو یوه غونډه وشوه چی پکې په پاکستان کی د افغانستان د پوهنې څانګې نمائنده خواجه محمد منګل، په پاکستان کی د مدیرانو د شورا رئیس احمد زبیر سیال او د حبیب عالي تجربوي لیسی مشر نور حبیب حبیب نه علاوه د اته پنځوس سکولونو مدیرانو او استاذانو ګډون وکړو.

غونډی ته د مدیرانو وینا وه چی پدی مشکل وخت کی دوی په خیبرپښتونخوا کې میشت افغان زده کونکیو ته درس ورکوي چی دوی بی سیواده پاتې نشي، نو باید د افغانستان حکومت هم د دغو مدیرانو او استاذانو دا ستونزی په نظر کې وساتي او د دې د حل کولو لپاره ګامونه پورته کړي.

د غونډی په پای کې د حبیب عالي تجربوي لیسې مشر نور حبیب حبیب مشال راډیو ته وویل چی دغو زده کونکیو ته په دې خاطر درس ورکوي چی په راتلونکې کې د خپل وطن خدمت وکړي نو د افغانستان حکومت له هم پکار دي چی په پاکستان کې میشت مدیرانو او استاذانو ته هم هغه حقونه ورکړي کوم چی د پولی بلی غاړی مدیرانو او استاذانو ته حاصل دي.

د مدیرانو د شورا رئیس احمد زبیر سیال مشال راډیو ته وویل چی د مالي مشکلاتو نه علاوه دوی دا ستونزه هم لري چې ځايي پولیس یې بې ځایه ځوروي.

د افغان ښونځیو د مدیرانو په وینا که د افغانستان حکومت ذر تر ذره ددوی د ستونزو هوارۍ لپاره ګامونه پورته نکړل نو پدې نږدې وختونو کې به خپل یو پلاوی افغانستان ته لیږي او هلته به د معارف وزارت له چارواکو سره ویني او خپلې ستونزې به يي په وړاندی ږدي.

XS
SM
MD
LG