که څه هم په اخترونو کې زياتره خلک خپلو کورونو او پلرنيو ټاټوبو ته ځي تر څو له خپلوانو سره يو ځای په خپله سيمه کې د اختر خوشالۍ ولمانځي خو ګڼ شمېر داسې پښتانه هم شته چې د بېلا بيلو مجبوريو له کبله له خپل هيواد او کوره ليرې په پردي وطن کې اختر تېروي.
د مشال راډيو په دغه خپرونه کې په بېلا بيلو هيوادونو کې له ميشتو مساپرو پښتنو سره خبرې شوي چې دوی په څه توګه اختر لمانځي.
خپرونه احمد شاه اعظمي وړاندې کوي.
خپرونه د غږ په ځای کې اورېدلای شئ.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.