د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي: د ټېل ماټېل د پيښې کنټرول له انساني وسه بهر و

د سعودي عرب سرکاري خبري اژانس (اېس پي اې) نن (شنبه) د هيواد د یو لوړ پوړي مذهبي چارواکي له خولې ویلي دي چې د سپټمبر پر ۲۴مه نېټه د حج پر مهال د ټېل ما ټېل پېښه چې پکې ۷۱۷ حاجیان مړه شول، له انساني وسه بهر وه.

په منا کې چيرې چې دغه پېښه مخې ته راغلې وه، شېخ عبداالعزیز ال شېخ ولي عهد او د کورنیو چارو وزیر شهزاده محمد بن ناېف بن عبدالعزیز ته په یو ملاقات کې وویل چې هغوی د پېښې ذمه وار نه دي.

نوموړي ولي عهد ته وویل هغه کارونه چې د یو انسان پرې کنټرول نه شي کېدای، لپاره یې بايد ذمه واره و نه ګرځول شي.

سعودي پاچا سلمان او د کورنیو چارو وزیر د دغه خونړۍ پېښې د پلتڼو امر کړی دی. پاچا سلمان دا هم ويلي چې تر پېښې وروسته یې د حج کلني پلان ته د بیا کتنې امر کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG